https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
د بهرنيو چارو وزارت کې توپيريز چلند او بډې
تړونى کاپي کاپي شو
2020-11-28 لمريز 1399-09-08
د بهرنيو چارو وزارت کې توپيريز او ناوړه چلند، چارو کې خنډونه او ګزاپو پيسونو اخيستلو سره په ډيجيټلي وخت کې يوه شرميدلې بهانه چې بريښناليک وزارت ته په اونيو نه رسېږي! دغه ناخواله ماپخله تجربه کړې!

په يوه پاڼه وکالتليک ١٠-٢٠زره افغانۍ اخلي، درغليو لپاره سيستم نه لري او وړيا ګوګل جيميل او نور کاروي، چې په کابل کې بيا بيا وزارت ته د وې ټاپې لپاره کسان ورغواړي.

په ډيجيټل اسانتياوو حکومت په ميلياردو افغانۍ لګوي خو دادى په سيستم کې يې يو بريښناليک ٧ ورځې اخلي چې د بهرنيو چارو وزارت له کونسلګرۍ څخه وزرات ته ورسېږي!

حکومت بايد دغه ستونزه حل کړي که يې نشي کولاى، د لېوال ښې حکومتولۍ لاندې چمتو يو چې ولس ته د چوپړ پرموخه بهرنيو چارو وزارت ته داسې اسانتيا ورکړو چې ددغو ناخوالو مخه ونيسي.

نور رحمان لېوال
#نرلېوال
د متحده ايالاتو سره دوه اړخيزه امنيتي تړون BSA او ناټو ځواکونو د وضعيت تړون SOFA کره کتنې او سمون لپاره ولسي جرګې ته تللي.
تړونى کاپي کاپي شو

د متحده ايالاتو سره دوه اړخيزه امنيتي تړون BSA او ناټو ځواکونو د وضعيت تړون SOFA کره کتنې او سمون لپاره ولسي جرګې ته تللي.

دغه دواړه تړونونه د نړيوالو تړونونو پر بنسټ دوه اړخيز ندي په يوه کې په بشپړ ډول د متحده ايالاتو او په بل کې د ناټو ګټې خوندې شوي.

ولسې جګرې ته يې د سمون لپاره مشورې ورکړئ.

د ناټو ځواکونو د وضعيت تړون SOFA په پښتو، دري او انګريزي (لاسليک) په لاندې تړاو کتلاى شئ. 
http://nrliwal.com/sofa/SOFA_Pashto.pdf
http://nrliwal.com/sofa/SOFA_Dari.pdf
http://nrliwal.com/sofa/SOFA_English.pdf

د متحده ايالاتو سره دوه اړخيزه امنيتي تړون (نالاسليک)
http://nrliwal.com/bsa/BSA_Pashto.pdf

بهر کې استازولۍ
تړونى کاپي کاپي شو