ويښول او همغاړيتوب د يو افغان له انده – نور رحمان لېوال اروپايي هيوادونو بهير٢٠١٨
تړاو کاپي کاپي شو
ويښول او همغاړيتوب د يو افغان له انده – نور رحمان لېوال اروپايي هيوادونو بهير٢٠١٨
اوسنیو نړیوالو او سیمیزو پرمختګونو ته په کتو؛ ګڼ-زبرځواکه نړۍ او د ښي-اړخو سياستونو راپاريدل کومې ننګونې او وارې يا فرصتونه رامنځته کړي. په داسې حال کې چې اروپايان د افغانستان طبیعي ملګري او متحدین ګڼو، څوک چې افغانانو لپاره افغانان بمباروي، پالي، روزي، جرګې او ټاکنې ورکوي او حتا افغانان او خپل بچي د افغانانو د ګټو لپاره وژني؟ ايا دوى موږ نه پوښتي که موږ پوښتنه نه کوو، چې موږ څه غواړو؟ د دوى هلېځلې منو، غندو او که دښمني يې ګڼو؟ پدې اړه زه دا اوړى د اوروپايي هيوادونو له چارواکو او موخورو سره د اړيکو يا ليدنو، کتنو او حتا ننګونو بهير 'ويښول او همغاړيتوب د يو افغان له انده' ترنامه لاندې پيلوم. په دې اړه له ملګرو په ځانګړي ډول له هغوى چې اروپا کې مېشت دي د مشورو او همکار‌يو هليمن يم چې: کوم اروپايي هېوادونه د اړيکو، ليدنو او ننګونو لپاره اړين دي؟ چا څخه ليدنه، په څه خبرې او څنګه خبرې وشي؟ د اړتيا په وخت کې څوک په کوم اروپايي هېواد کې د مېشتو افغانانو او اروپايانو ګډې غونډې کوربه کېداى شي؟
د پېژندګلوۍ ناسته د افغانستان لپاره د انګلستان د نړيوالې سوداګرۍ څانګې له مشر سره
تړاو کاپي کاپي شو
د پېژندګلوۍ ناسته د افغانستان لپاره د انګلستان د نړيوالې سوداګرۍ څانګې له مشر سره
2018-06-19 14:00:00
ويښول او همغاړيتوب د يو افغان له انده – نور رحمان لېوال اروپايي هيوادونو بهير٢٠١٨ په اړه مو د افغانستان لپاره د انګلستان سفارت د نړيوالې سوداګرۍ څانګې له مشر ښاغلي پاول ګرې سره د پېژندګلوۍ مالوماتي ناسته درلوده، مننه ښاغلى ګرې چې زموږ دفتر ته مو تشريف راوړ. د ناستې مالومات به دلته خپاره شي... يادونه: ويښول او همغاړيتوب يو سياسي بهير دي، 'ګرې' د سوداګري د پرمختګ چارې پر مخ بيايې، ويل يې اړينه ده چې د سياسي چارو له اړوند کسانو سره وليدل شي.