کورپاڼه > رسنۍ او د ١٣٩٧ ټاکنې
د لېوال ښې حکومتولۍ پروګرام - د ټاکنو خپلواک کمېسيون
تړاو کاپي کاپي شو
د لېوال ښې حکومتولۍ پروګرام - د ټاکنو خپلواک کمېسيون
تړاو کاپي کاپي شو
رسنۍ او د ١٣٩٧ ټاکنې
د ولسي جرګې د ١٣٩٧ ټاکنو په اړه د کورنيو او بهرنيو رسنيو کې خپاره شوي راپورنه دلته کتلاى شئ.
د کورنيو رسنيو لپاره لاندې کورنۍ رسنۍ ته ټک ورکړئ او د بهرنيو لپاره بهرنۍ رسنۍ ته.
د ١٣٩٧ ولسي جرګې ټاکنې لومړۍ ورځ حالتد ١٣٩٧ ولسي جرګې ټاکنې لومړۍ ورځ حالتد ١٣٩٧ ولسي جرګې ټاکنې لومړۍ ورځ حالت
تړاو کاپي کاپي شو
د ١٣٩٧ ولسي جرګې ټاکنې لومړۍ ورځ حالت
د ټاکنو د څارنې له کمېټې

مولوي عبدالرحمن هوتک ليکي:
د ټاکنو د نظارت په کمیټه کې ناست یم، همکاران مو شیبه په شیبه د کابل له ښار، ولسوالیو او د هیواد له ولایاتو څخه د ټاکنو د بهیر راپورونه راکوي.
په ګڼو سیمو کې پر راکیټي بریدونو او لاربندیو برسیره، د مراکزو او محلونو ناوخته پرانستل او آن په ځینې سیمو کې تر اوسه پورې بندښت، د رایه ورکونکو د لیستونو نشتون او یا ګډوډي، د بایومیټرک خرابي او یا په هغه د کارمندانو ناپوهي او بالاخره د رایه اچونې د بهیر ډیر سستوالی چې یو کس لږ تر لږه تر لس دقیقو په کمه موده کې رایه نشې ورکولی، له جدي ستونځو څخه ګڼل کیږي.

اجمل هوډمن ليکي:
5 ناحيه کې د هر مرکز مخې ته سل ګونه کسان ولاړ دي، خو لا هم پروسه نه ده پيل شوې.
ځينو مرکزو کې کې ټاکنيز مواد نه دي را رسېدلي. ځينو کې کارکوونکي نشته.

نجيب الله ازاد ليکي: په ۹۰% مرکزونو کې لا هم د رایو ورکولو لړۍ نه ده پیل شوې.
۳ محلونه تر اوسه بل ځای انتقال شوي او هیڅوک معلومات نه ورکوي.
ناظرینو ته د کامره داره ټیلیفونو اجازه نه شته او د شکایاتو کمېسون وایي چې شکایات باید د اسناد او شواهدو پر اساس وي.
د شکایاتو د کمېسون غړي د شکایاتو د درج فورمې نه ورکوي او یوازې ساده سپینې پاڼې ورکوي او د شکایت د ترلاسه کولو رسید هم نه ورکوي

اول ګل احمدزي ليکي:

په ټول هيواد کی د کوچیانو رايه پاڼي نشته خلک ناست دی خو پاڼي نشته.

په کندهار ولايت کې د ولسي جرګې د ټاکنو د پروسې په د ولس اندونه:

ښاغلى عبدالله احسان کندهار ولايت

هغه محلونه چي د تخنيکي ستونزو له امله لږو خلکو رايه واچول تر نورو ډير د تعقيب او نظارت وړ دي، ځکه له ډيرو محلونو داسي اطلاع ده چي د بايوميټريک مشين د خرابوالي، چارج د ختميدو يا نورو له کبله د خلکو او ناظرينو پاملرنه د بيروبار و خواته اړول سويده خو صندوقونه به يې يا تيره شپه ډک سوي وي يا به تر ۴ بجو وروسته بيداري او درغلي کيږي.

ناظران او د کميسون کسان دي متوجې وي.
#فساد

محمد يار کندهار ولايت په پنجوایي، ډنډ، تخته پل، دامان، بولدک، ارغسان او د ښار له ځینو مرکزو څخه ځینو کاندیدانو غونډ محلونه تښتولي دي. اول دې کاندیدان دغې مسلې ته جدي شي او بل دې کمیسیون اړباسي چې په دغو محلو سر وګرځوي؛ دغه محلونه باید مالوم او په حساب کې را نه شي. ځینې کاندیدان په کمیسیون کې خپل کسان لري او هغوی د ملي خیانت په توګه، درغلۍ کوي، آن د کمیسیون د لوړې کچې کارمندان دغه خیانت کوي. زه به د اسنادو په تر لاسه کولو سره، ځیني مشخص مرکزونه او کاندیدان در په نښه کړم.

خدايداد نوري کندهار ولايت په څلورمه حوضه کې تیمورشاهی لیسه کې پولیس ماماګان غیری قانونی کار کوی. سرکه خلاص

د محمدیه دارالعلوم په اتم محل کی د بیومیټریک اله نسته د پوهنتون پرمخامخ کمیسونه اوری

تازه ناظرین ووهل سول . د مخکنی فوسټ په تعقیب کیسه دلته ووینی. په څلورمه حوضه کې تیمورشاهی لیسه کې پولیس ماماګان غیری قانونی کار کوی. سرکه خلاص په څلورمه حوضه کې تیمورشاهی لیسه کې پولیس ماماګان غیری قانونی کار کوی. سرکه خلاص د کندهار لوی ویالی په شهيدعظيم الله ليسه کي تراوسه خلګ انتظار دې کمیسونه اوری

تازه د ارغنداب ولسوالۍ په دوه محلونو کی ناظرین وهل سوی دې. نور جزیات وروسته

ښاغلى اسدالله حکيمي کندهار ولايت د راپورونو او د عيني کتونکو په وينا آن د ښار په ټاکنيزو مراکزو لا هم د ځينو نوماندانو په ګټه د شپې رايه اچونه تر سره سوې. د نساجي مکتب: د قوماندان عبدالکريم په نوم رايه د بل چا له لوري کارول سوې خپله نوموړی اوس د رايي دعوه کوي. ارغنداب ولسوالي: د ۱۳۰۰ په تعداد سټيکر لګول سوی وو خو د کميسيون لخوا ورته تر ۱۱ بجو د ۲۰۰ تنو راپاڼي لېږدول سوي ملالۍ لېسه: د ښځينه ۴ محله شتون لري دوه فعاله ۲ غير فعاله دي په ۲ فعاله محلونو کي ۱ بايوميټريک کار کوي بل يي غير فعاله دی د طبيعي پيښو رياست: ټوله پروسه په سم ډول پر مخ روانه ده خو يوازينۍ ستونزه د ليست مطابق د نومونه لوټولو پروسه ټکنۍ کړې. د قوبي منځنۍ ښوونځۍ: د کميسيون له لوري ګمارل سوي مامورين غير مسلکي دي او نه سي کولای د بايو ميټريک له الې څخه په سم ډول کار واخلي پروسه يي د ځنډ سره مخ کړې بلکي ځیني کسان له رايي ورکولو څخه متنفره سوي. زرغونه انا لېسه:۱۴م محل ښځينه راځي دوې رایي کاروي، کله چي د ناظر له لوري درول کيږي محل پريږدي او تښتي تر پلټونو وروسته څرګنديږي چي په دغه محل تر دريو پور د رايو کتابچې کارول سوي په داسي حال کي چي په دغه موده کي په نورو محلونو کي يوازي يوه کتابچه کارول سوي ده،. اوس د ناظرينو شکايت هم څوک ثبتوي. ظريفي ميني ښوونځۍ: رایی ورکونکی د سهار له ۷ بجو په تمه دي ۲ بجی او ۲۵ دقيقې دي لاتر اوسه د مامورينو ډوډۍ پروګرام پای ته نه دی رسېدلی د طبيعي پيښو رياست: د شکايت هيڅ مرجع(مامور) شتون نه لري حيران يو چاته شکايت وکړو د صندقونو قلفونه دوهم ځل مات سوي. شاه محمود هوتک لېسه کي د خلکوډي ډيروالی او د کمیسیون د کارکونکو غیرحاضری د زیاتی بې نظمی سبب سوی.


پوهاند ښاغلى اکبر شاه پولاد خوست ولايت د ولسی جرګې د ټاکنو د کمپاین په بهیر کې زما لپاره تر ټولو دردناکه خبره د خلکو لخوا د رایی په بدل کې د پیسو غوښتنه.وه. مفسدینو او پردیو اجنټانو په ټولنه کې شرم او حیاء له منځه وړي ده.جمعی وجدان یی سخت ککړ کړی دی. په هېوادپالنه او مسلماني یی بې باوره کړی دی. په ټولنه کې د یو بهرنی هېواد اجنټ سیاسی بازار ډېر ګرم وی نسبت هېواد پال ، سپڅلی او متعهد افغان ته . مفسدین او اجنټان افغانستان خپل هېواد نه بولی، ځکه دوي لا وختی د پیسو په بدل کې خرڅ کړی دی. دوي د پردیو په دستور حاضر دي ، چې د پیسو په بدل کې افغانستان ر ا څخه ټوټه ټوټه کړی.موږ د افغانستان اصلي مالکین باید د خپل ولس په افغانیت او اسلامیت باور بېرترا پیدا کړوو. د مفسدین او بهرنی اجنټان باید خلکو ته د دوي د اعمالو سره په ګوته کړوو . احساس د هېواد د مالکیت پکې را ژوندی کړو او خپل ملت را متحد کړوو او همدارنګه د مفسدینو او پردي پالو ضد مبارزې ته تیار کړوو.تر څو دغه مفسدین او اجنټان له سیاسی او اقتصادی صحنې څخه وباسوو او قانون ته یی وسپاروو او که نه هېواد به مو له لاسه ووځی.