د لېوال ښې حکومتولۍ پروګرام - د ټاکنو خپلواک کمېسيون
١ چاره: ټاکنې بايد ټوليزې يا سرتاسري وي او حکومت يې ترسره کولو ته ژمن وي، ددې لپاره اړينه ده چې دا وڅېړل شي چې کوم ځاى کې ټاکنې کېږي او چېرته نه کېږي.
د جولاى مياشت کې تاند ويبپاڼې راپور خپور کړ چې "د افغانستان د بيا رغونې لپاره د امريکا د سرڅېړونکي د دفتر د معلوماتو پر بنسټ د هېواد له ۴۰۷ ولسواليو څخه ۲۲۹ د حکومت تر واک لاندې دي، ۵۹ ولسوالۍ د بډيالو يا مخالفينو په لاس کې دي او ۱۱۹ نورې ولسوالۍ لاس په لاس کېږي"، لدې څرګنده شوه چې نږدې نيمو ولسواليو کې ټاکنې نه کېږي، پوښتنه داده چې په ولسي جرګه کې ددغو ولسواليو استازولي به څوک کوي؟ دوى لپاره د حکومت پروګرام څه دى؟ که يوازې له نيم هېواد څخه استازي ټاکل کېږي تردې غوره ده چې د ولسي جرګې ټاکنې ونشي. له نيم هېواد څخه ولسي جرګه رابلل زموږ له انده بې ګټې، غير قانوني او بې عدالتي ده. همدارنګه حکومت بايد د رڼو او ټوليزو ټاکنو لپاره ژمن کړو چې اوس نه دى. په اوسنيو ټاکنو چې متفکر ډاکټراشرف غني، ډاکټرعبدلله عبدالله او ملګرو يې کومې نادودې وکړې هغه به بشپړ نالوستي او نادان چارواکى هم نه واى کړې چې سترې نادودې يې ولسي جرګې ټاکنې پروخت نه کول، ملي پېژندکارټ يا برېښنايې تذکرو ته خنډکېدل، برېښيزې حکومتولۍ کې درغلۍ، ټاکنو ته ناوخته دکسبڼپيژندنې يا بايوميټريک سيسټم راوړل او په سمه توګه نه کارول دي. جولاى مياشت کې د ګډحکومت مشر غني خبريالانو ته وويل چې ملګروملتو ده ته وويل چې د ټاکنو لپاره دوه ميلونه سټيکر شوي تذکرې بس دي، خو دده حکومت ٩ ميليونه سټيکر کړي!. په اړه يې ولس چيغې وهي چې بېشمېره کوټه يا جعلي تذکرې سټيکر شوي، د سټيکر کولو ناخواله دومره ګړندۍ وه چې جعلي عکسونه پيدا کول ستونزمن وو. د اګست مياشت کې د حکومت د کورنيو چارو وزير اريانا ټلوېزيون سره مرکه کې وويل "دا مهمه نده چې د هېواد په څومره جغرافيه کې ټاکنې کېږي، قانون وايي چې ټاکنې دي وشي چې هر چېري يې موږ خوندي کولاى شو!" چې مشر يې پدې لا نه پوهېږي چې د ملګروملتو ادارې بايد د ښاغلي واوري او که دى د هغو؟ د کورنيو چارو وزير يې چې د ټاکنو امنيت ورپغاړه دى بې مسئوليته څرګندونې کوي نو دا ټاکنې له اوسه لا نيمګړې دي. پورتنيو حالاتو او څرګندونو ته چې ګورو، بډيال خو ټاکنو ته خنډ جوړوي، حکومت کې ښکېل هم نه غواړي چې کره، رڼې او پروخت ټاکنې وشي، د ټاکنو لپاره دوى لوى خنډ دي، خو دا ځل ملت بيدار دى او خپل برخليک ټاکي، موږ هم ملت سره تخنيکي مرسته کولو ته چمتو يو. د ټوليزو ټاکنو لپاره موږ ملت او هغوى چې رڼو ټاکنو ته ژمن دي لاندې وړانديز کوو: د رايو د مرکزونو کره کولو لپاره چې چېرته ټاکنې کېږي او چېرته نه کېږي، موږ د لېوال ښې حکومتولۍ پروګرام لخوا ځانکړى ويبځاى او سيسټم جوړ کړى چېرته چې: موږ ټول د رايه ورکولو مرکزونه لسټ کړي، هلته په اسانۍ سره هر څوک مرکزونه پيداکولاى شي، د مرکز حالت مالومولى شي او په اړه يې سروې يا ټاکنه کې برخه اخيستلاى شي. يادونې يا کامنټ کولاى شي، تړاونه يا لينکونه شريکولاى شي، عکسونه، ويډيوګانې او نور ډېر څه شريکولاى شي. د هغه کلي چې له ټاکنو بې برخې کېږي په ګوته کولاى شي. پورتنۍ چارې په کره ډول زموږ ويبځاى کې ګډون کولو يا حساب پرانيستلو، ننوتنګ يا ساين‌اين څخه وروسته يا د خپلو ټولنيزو رسنيو د حساب لکه فيسبوک له لارې په اسانه کولاى شي. زموږ نوښت د څارنې يا نظارت رامنځته کولو اسانه، ارزانه او وړيا لاره ده چې د ملت له بوديجې يا کوم بهرني هېواد لاسوهونکو مرستو څخه پرته موږ پخپله کړى. موږ خپله افغاني او خدايي هڅه کړې چې ټاکنو کې روڼتيا رامنځته کړو. هرځاى کې چې ټاکنې ونشي بايد د هغو لپاره د ټاکنو بديله لار پيدا شي، زموږ دا کړنه ستر عدالت رامنځته کوي او ولس ته د خپل حق ترلاسه کولو توان وربښي.