https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
دندې
تړونى کاپي کاپي شو
نور رحمان لېوال کليوال ژوند کې له زدکړيالۍ سره د مالدارۍ، بزګرۍ، ترکاڼۍ، خټګرۍ سره لوبي کړي په مهاجرت کې يې په ايران او پښتونخوا کې ډول ډول کارګرۍ لکه د خټګرو، ترکاڼانو، کارځايونو، درزيتوب، خوړنځايونو، ټيکدارۍ، خوړنځاى چلولو، کاروبار چولو چارې ترسره کړي دى ځان بختور ګڼي چې د ټولنې د ډېرو برخو ژوند او ستونزې يې پخپله تجربه کړي کومې ناخوالې چې لا زموږ‌ ډېرۍ هېوادوال يې هره ورځ‌تجربه کوي.‌

لېوال د ستونزو په منځ کې تل لار ويستې او هرورځ يې له بلې پرمختګ کړئ. خپلې د لاس تڼاکو پيسې يې د ټايپستي، ژورنالزم، ژباړنې، عکاسي، کمپيوټر او ادارې زدکړو لپاره لږولي چې بيايې پخپل زيار په ايراني دولت، جهادي ګوندونو، خيريه موسيسو، نړيوالو موسيسو او ملګروملتو کې دندې ترسره کړي. ترهغو چې په ٩٠ز لسيزه کې د خپلو څېړونو په رڼا کې دا پيدا کوي چې هېواد په مرستو او پرديو تګلارو نه جوړېږي، جوړونه يا صنعت او سوداګري د هېوادوالو د پرمختګ حل ګڼي.

له هغه راوروسته پښتونخوا کې سوداګرى او کاروبار ته مخه کوي،‌ د کمپيوټر او همغاړو کاروبار پيلوي،‌ کمپيوټر پښتو،‌ دري،‌اردو ان هندي ژبې ته اړوي.‌اوس په هېواد دننه او بهر کې د ګڼو کمپنو څښتن دى.‌ (لېوال ژوند اسانه کوي) چيغې لاندې يې هېوادوالو لپاره سترې لاسته رواوړنې لري چې ډېرى وخت يې دولتونه د ورته لاسته څخه عاجز وو. اوس برېښ-حکومتولي،‌ برېښسوداګري،‌ جوړيزه ځيرکتيا،‌ نوى سېک (انرژي)‌ برخو کې کار کوي.‌