https://www.mahasib.com
Required
Show more...
Show less
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
انجنير خوشال خان لېوال، دوبۍ کې له پوهنتون څخه په لومړۍ درجه فارغيدل مبارک    پښتو
Copy link Copied
2019-10-30 Solar 1398-08-09
وياړم چې خوشال خان لېوال، زما مشر زوى، دوبۍ کې له پوهنتونه په مخابراتي انجنيرۍ کې په لومړۍ درجه بريالۍ شو. انجنيرخوشال، زما کورنۍ او هېوادوالو ته يې د زړه له کومې مبارکۍ وايم او له لوى څښتنه يې د نورو برياليتوبونو غوښتونکى يم.

د هېواد غوره چوپړ لپاره مو د دوى روزنې لپاره تر وسه هېڅ نه دي سپمولي، دوى هم تل مرسته کړې، له پوهنتون وروسته کار وکړي ترڅو خپل د پوهنتون لګښتونه وګټي چې د خپلواکۍ او پرځانبسياتوب لپاره يې ډېر اړين ګڼم.

همدارنګه له دوي سره ګران افغان متين جلالزي او انس سعادت ته هم له همدې پوهنتون څخه د فارغت ډېره ډېره مبارکي وايم، هيله ده د دوى زدکړې، دوى او ځوريدلو هېوادوالو لپاره د هوساينې سبب شي.

نور رحمان لېوال #نرلېوال خواله رسنيو کې