https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
د افغانستان د سولې په اړه عربستان کې د اسلامي علماوو غونډې ته د نور رحمان لېوال پرانيستى ليک او وړانديزونه
2018-07-09
د مکې مکرمې اسلامي علماوو نړيوالې غونډې پريکړه چې د افغانانو ترمنځ يې د خبرواترو له لارې جګړه بندول غوښتې د ستاينې وړ دى. خو دغې غونډې هغه لاملونه او ښکيل لوري چې دلته يې جګړه تپلې په بشپړ ډول له پامه غورځولې چې د خواشينى وړ خبره ده او د اسلامي علماوو له مجبوريتونو څخه څرګندونه کوي چې ناپيلتوب يې تر پوښتنې لاندې راولي. موږ د غونډې ګډونوالو ته په هېواد کې د جګړې لوري او لاملونه په وړ وخت کې څرګند کړل خو غونډې په خپلو پريکړو کې بيړې کړې او يا ورباندې تپل شوې چې په لاندې ډول ده.
2018-07-12
افغانستان کې د سولې او امنيت په اړه د اسلامي علماو نړيوال کنفرانس مکه مکرمه، سعودي عربستان الحمد لله رب العالمين، والصلاة والسلام على سيد الأنبياء والمرسلين نبينا محمد وعلى آله وصحبه ومن استن بسنته واهتدى بهديه إلى يوم الدين، أما بعد: د الله جل جلاله د اوامرو په پېروۍ کې ، چې په اسلامي ټولنه کې د امن او خونديتوب امر کوي ، د جنګ، جګړو او اختلاف د ختميدو غږ کوي. مسلمانان سولې ته را بلي. ټولو ته د حق پر کلمه د را ټوليدو ، د دښمنۍ او شخړو پر مهال اسلامي احکامو ته د رجوع کولو سپارښتنه کوي، همدې اصل ته په پام د اسلامي هيوادونو د همکارۍ سازمان افغانستان کې د سولې او امنيت په اړه د اسلامي علماو نړيوال کنفرانس تابيا وکړه دغه کنفرانس د سعودي عربستان په کوربه توب او د سعودي عربستان د پاچا جلالتماب ملک سلمان بن عبد العزيز د مشاور او د مکې امير خالد الفيصل په سخاوتمندانه مېلمه پالنې د جدې او مکې مکرمې په ښارونو کې د ۲۶-۲۷ شوال ۱۳۳۹ هـ، موافق ۱۰-۱۱جولای ۲۱۰۸م نېټه تر سره شو. د اسلامي هيوادونو د همکارۍ سازمان ځان ژمن ګڼي چې د غړو هيوادونو د ګټو د ساتلو ، په اسلامي ټولنو کې د خير ښيګڼې ، امنيت او د سولې او هوساينې لپاره د قران د ارشاداتو او نبوي سنتو سره سم عمل وکړي. دا کنفرانس د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې پر اساس چې په ۲۰۱۳ کال کې د ګینیا دکونکري په ښار کې جوړه شوې وه او په بنګله دیش کې د بهرنیو چارو د وزیرانو په څلویښتمه ناسته کې چې د بنګله دیش په جمهوریت کې جوړه شوې وه، په تعقیب دایر شوی دی. په کنفرانس کې ګډونوالو د افغان مسلمان ولس پر مشکلاتو بحثونه وکړل هلته يې د وينې تويدنې ، د بيګناه انسانانو د وژل کيدو او د افغانستان د اسلامي حکومت د وړتياو ننګول وڅيړل ، په داسې حالت کې چې پورته ذکر شوي کارونو هيڅ يو ته يې د اسلام حنيف دين اجازه نه ورکوي ، بلکې په اسلامي ټولنه کې د امن او سولې راوستل او مسلمانانو تر منځ سوله کول په ثابتو نصوصو سره واجب عمل دی او الله جل جلاله ته د نږدې کيدو تر ټولو لنډه لار ده . د دې کانفراس ګډونوالو خپل پريکړه ليک په لاندې توګه صادروي 1. د افغانستان دولت یو اسلامي دولت دی، خلک يې مسلمانان دي، وژل یې ناروا دي د سولې او امنيت تږي دي. دمسلمان وينه تويول حرام دي او هغه څه چې افغانستان کې روان دي او هره ورځ بيګناه انسانان پکې وژل کيږي د اسلام د اصولو او اساساتو سره په مخالفت کې دي همدارنګه دغه کړنې د اسلامي ټولنې د يو والي او خونديتوب خلاف عمل دي. موږ په دې برخه کې له هيوادونو ، سازمانونو او فکري مسلمان قشر څخه غوښتنه کوو چې په افغانستان کې د امن او سولې په برخه کې خپل مثبت رول ولوبوي ، خپل ټول امکاناتو او نفوذ په کار واچوي څو دغه سپيڅلي هدف ته ورسيږو او د الله جل جلاله او د الله د رسول صلی الله علیه وسلم د ارادې سره سم په اسلامي هيوادونو کې باعزته ژوند ته لاره هواره کړو . 2. د قران کريم او نبوي احاديثو پر بنسټ اسلام د امن او رحمت دين دی ، او مومنان په خپلو منځو کې په مينه او محبت مامور دي، د، مسلمانانو وينه تويدنه ، مال او ناموس ته نږدې کيدل حرام دي ، موږ تاکيد کوو ، چې انتحاري بريدونه چې په پآيله کې يي بې ګناه خلک په نښه کيږي ، همدا رنګه د مسلمانانو ترمنځ خپلمنځي جګړې الله جل جلاله او د الله رسول صلی الله علیه وسلم په قطعي ثبوتونو او دلايلو سره حرامې ګرځولي دي ، الله جل جلاله فرمايي ﴿وَمَنْ يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُتَعَمِّدًا فَجَزَاؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِدًا فِيهَا وَغَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَابًا عَظِيمًا﴾ (سورة النساء آيت ۹۳)(. ژباړه: او هر څوک چې بل مؤمن په قصد سره ووژني، نو د هغه سزا دوزخ دی چې په هغه کې به د تل لپاره استوګڼ وي، پر هغه د اللَّه غضب او لعنت دی او اللَّه د هغه لپاره لوی عذاب تيار کړيدی. په همدې اساس موږ په افغانستان کې روانه جګړه غندو او له ټولو ښکيلو خواو غوښتنه کوو ، چې د الله جل جلاله امر ته غاړه کيږي ، جګړه دې ودروي ، د خپلو ورونو ترمنځ دې سوله وکړي او د فتنه د غه بل شوی اور دې مړ کړي. په همدې اساس موږ پر افغان حکومت او طالبانو پر تحريک غږ کوو چې اوربند ته غاړه کيږدي او مخامخ خبرو ته کيني. 3. د جګړه کوونکو مسلمانانو ترمنځ سوله کول تر ټولو ستر او نېک کار دی او الله جل جلاله ته د نږدې کېدو تر ټولو مهمه وسيله ده ، ځکه وينه تویونه له کبيره ګناهونو څخه ده ، چې په پايله کې د مسلمانانو ترمنځ نفاق رامنځ ته کيږي، د مسلمانانو د صفوفو د ړنګيدو او د اسلامي امت د کمزوري کيدو او ټوټه کيدو ويره زياته وي ، موږ له مسلمانانو په عامه او له علماء په خاصه توګه غوښتنه کوو ، چې د اسلامي امت د وحدت او دين د ساتنې لپاره د تشدد او ترهګرۍ ته د دعوت کوونکو پر وړاندې په کلکه ودريږي. 4. بین الافغاني خبرې اترې تر ټولو غوره لار ده چې د افغان حکومت او طالبانو تحريک ترمنځ شته کشاله هواره کړي، د مسلمان افغانستان اوسنۍ قضيه بايد د تفاهم او مخامخ سوله ييزو خبرو اترو له لارې حل شي ، موږ په دې برخه کې د سولې د برياليتوب لپاره د افغانستان د علماو وروستيو هڅو درناوی او ملاتړ کوي، همدا رنګه د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رئيس جلالتماب محمد اشرف غني د هغه وړانديز تائيد کوو ، چې د طالبانو تحريک ته يي پکې له قيد او شرط پرته د سولې د مخامخ خبرو بلنه ورکړې، همدارنګه د دې وړاندېر پر بنسټ د طالبانو تحریک د يو سياسي ګوند په توګه عمل کولی شي. موږ له طالبانو غواړو چې د افغانستان اسلامي حکومت دغه وړانديز ته مثبت ځواب ووايي او هيله کوو چې نور له تاو تريخوالي لاس واخلي او جګړه ودروي او د خبرو اترو ميز ته حاضر شي. موږ تاکيد کوو ، هغه څه چې د اسلامي فقهې د ټولنې چې د اسلامي همکاريو د سازمان په اډانه کې کار کوي د (204-195) تاريخ (15-19محرم 1435هـ) يو ويشتمې ناستې د قرار په څلورمه ماده کې پر دې تاکيد شوي چې د 182(19/8) د قرار پر بنسټ سياسي اختلافات او سياسي کشمکشونه باید د خبرو اترو له لارې حل او فصل شي ، د حکومت ، ولس او مختلفو ګوندونو ترمنځ اړيکې بايد له تشدد ، وسلې کارونې څخه لرې وي همدارنګه له تعصب، توکم پالنې او حزبې ګټې ته پر ملي ګټو ترجيح ورکولو څخه بايد ډډه وشي. 5. موږ د سعودي عربستان او خادم الحرمين الشريفين ملک سلمان بن عبد العزیز ال سعود او د هغه ولیعهد امیر محمد بن سلمان چې په ټوله نړۍ کې د مسلمانانو ترمنځ د قضایاو د حل لپاره هڅې کوي او دغه راز د کوربه توب او ځآنګړې پاملرنې او ټولو هڅو مننه کوو چې د دې کانفرانس د جوړيدو کې په برخه کې يي ترسره کړي موږ د خادم الحرمين الشريفين د هغه بيان ملاتړ کوو ، چې د اختر په ورځو کې يې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د اوربند هرکلی کړی وو او د دې اوربند د تمديد غوښتنه يې هم کړې وه ، موږ د سعودي عربستان د ټولو هڅو او عالي دريځ څخه ، چې په افغانستان کې د وينې تويدنې ، بيګناه انسانانو د ژوند د خونديتوب او د سولې خبرو اترو ته د فرصتونو د رامنځ ته کولو د هڅو او ټول هغه څه چې په دې هيواد کې دسولې او استقرار لامل کيږي درناوی کوو 6. موږ د اسلامي هيوادونو د همکارۍ د سازمان ټولو هڅو ته د قدر په سترګه ګورو چې د دې کنفرانس په ترسره کولو کې يي کړي دي موږ مننه کوو او هيله کوو چې د اسلامي هیوادونو د همکارۍ سازمان د افغانستان په اسلامي جمهوريت کې د سولې د رواستو لپاره خپل رغنده رول ته دوام ورکړي. 7. موږ د اسلامي همکاریو د سازمان له سرمنشي څخه غوښتنه کوو چې د خادم الحرمین الشریفین ملک سلمان بن عبدالعزیز، جلالمتأب ولیعهد محمد بن سلمان د سعودي حکومت او خلکو ته د دې کنفرانس د ښه کوربه توب او سخاوتمندانه میلمه پالنې، عالي مدیریت او په افغانستان کې د سولې او ملي پخلاینې له امله رسمي مننه اوستاینه ورولیږي. والله ولی التوفیق و هو الهادی الی سواء السبیل