د ماسکو په څه کې ګټه ده، اورپکي پالنه او که خپلواک افغانستان؟
2018-08-23 03:30:00
افغانان د سولې لپاره تږي او زړه چاودي دي، که څه هم د سولې غږ د ملګرو يا دښمنانانو له اړخه وي، موږ بله هيڅ لار نلرو پرته له دې چې د سولې هرډول هڅې وستايو. له دې کبله د سپټمبر په لومړیو کې په مسکو کې د افغانستان د سولې په اړه خبرې به د ستاینې وړ وي. تالبانو په دې ناسته کې ګډون ته چمتووالى ښودلى، افغان حکومت هم بايد خپله خپلواکي او د حکومتولۍ وړتيا وښيي او ګډون وکړي، د متحده ايالاتو په ګډون او نه ګډون پورې ځان ونه تړي. افغانستان په تېرو څلورو لسیزو کې ډیری د لستوڼي د مارانو په شان او وارې ته په تمه ملګري پيدا کړل، دا خورا اړينه ده چې افغانستان له دغو ملګرو څخه وژغورل شي. همدارنګه دا مهمه ده چې د روسيې نوې هلېځلې وڅېړل شي. پوښتنې دا دي، ایا د روسيې هلېځلې، د ماسکو لپاره ډیرې ناوخته دي چې په افغانستان کې د لوېدیځوالو کړو وړو او هڅو پر وړاندې پيلېږي، یا د ١٩٧٩ کال د شوروي له یرغل وروسته، له افغانانو سره د اړیکو نوي پړاونه پرانستلو لپاره لا وختي ده، له بده مرغه، د دواړو پوښتنو ځواب په اړوند وخت کې هو دى. دا هلې ځلې ډېرې ناوخته ځکه دي چې د روسیې، چین او هندوستان تر سترګو لاندې متحده ایالاتو او ناټو د ترهګرۍ پر بډ د جګړې تر پلمې لاندې په افغانستان کې ډېرې پوځي اډې جوړې کړي، افغانستان يې د خپل سیميیز جغسياست يا جیوپوليټيک موخو لپاره قرباني کړ، او لسيزو اوږدمهاله تپل شوې جګړه يې په افغانستان کې روانه وساتله، چې له کبله يې سیمه ایز پرمختګ ټکنى دى. دا هلې ځلې ډیرې وختي هم دي، ځکه چې اوس مهال د اورپکو پالنه ښايي ښاغلى ولادیمیر پوټین د ښاغلي یوري انډروپوف پر پله پل ايښودونکى وښيي، چا چې په ١٩٧٩ کې په کابل کې د ناکام رژیم ملاتړ کولو په پلمه پر افغانستان د شوروي اتحاد يرغل وکړ. له هغه وخته، د روسیې او افغانانو اړیکې ترينګلې دي، په افغانستان کې داسې کورنۍ نشته چې د روسيې د يرغل له کبله په غم نه وي ککړه شوي، د شوروي د يرغل د وخت اغېزمن کهول اوس مهال په افغانستان واکمن دى او تر راتلونکو لسیزو به لا واکمن وي. ان تر دې چې ډیری افغانان د لوېديځ اوسنى يرغل هم د روسيې د يرغل پايله بولي. په خواشینۍ سره، لوېدیځ په ورته تېروتنو، ١٨ کنله جګړه د ترهګرۍ تر پلمې لاندې پر افغانانو وتپله او همدا اوس د جګړې د لا اوږدولو په لټه کې دي او په دې وروستیو کې يې يوځل بيا په ډېر بېشرمه ډول د ملګرو ملتونو ځينې ادارې په ځانګړي ډول يوناما د يوې نوې ډنډورې لپاره وکاروله چې القاعده په افغانستان کې بیا راژوندۍ شوې. روسیه باید پوهه شي چې د دوى هر ډول ناوړه خوځښت به په افغانستان کې د متحده ایالاتو شتون قانوني او لا اوږد کړي، کوم چې به د منځنۍ اسيا دولتونو او روسيې اړیکې چې د روسيې د ګډوګټو خپلواکو هېوادو په ټولنه کې رانغښتي زيانمنې کړي. روسيه به د لوېديځ د دومخيو له امله په سوريه کې څه ناڅه د ژغورنکې په ډول راڅرګنده شوې وي خو افغانستان سوریه نه ده او نه هم د د روسيې د ګډوګټو خپلواکو هېوادونو ټولنه. په سوريه کې د روسيې عمليات خورا کوچني او د جغسياست يا جیوپوليټیک له اړخه دومره سټراټژيک او د نورو ځبرځواکو د پام وړ ندي لکه افغانستان. له همدې کبله، په سوريه کې د روسیې پر وړاندې ډلې ټپلې کمزورې دي. افغانستان د هر یرغلګر لپاره ستونزمن و او دى. چیرته چې انډروپوف ناکام شو، د پوټین بریالیتوب به خورا ډېرو سرچینو او سرښندنو ته اړتیا ولري، چې په دې وخت کې يې د روسیې کمزورى اقتصاد توان نلري. د روسيې او افغانستان دواړو په ګټه تګلاه داده، چې د اورپکو او زړو دښمنيو پاللو پرځاى، مسکو باید د یو خپلواک افغانستان ملاتړ وکړي، هغه افغانستان چې اکثريت په کې واکمن وي او يو قانوني، بامسؤليته او ناپيلى حکومت د رڼو او عادلانه ټاکنو په ترڅ کې رامنځته شي، يو افغانستان چې پرته د بهرنيو پوځيانو د شتون څخه پرخپلو پښو ولاړ وي. دا به د روسيې او د ګډوګټو خپلواکو هېوادونو ترمنځ اړيکې خوندي وساتي او له دغو هېوادونو څخه به د روسيې پولو ته د ګډوډويو د رسېدو مخه ونیسي. نن ډېرى دا مني چې روسیه په افغانستان کې د تالبانو او نورو اورپکو سره اړیکې لري او يا يې جوړوي. تالبان دوه اختیاره لري، يا به د افغانستان د خپلواکۍ د داعيې لاندې چې په افغانستان کې د بهرنيو پوځيانو شتون نه غواړي جګړې ته دوام ورکوي او یا به د ښاغلي ګلبدین حکمتیار د اسلامي ګوند په ډول د پنځه لسیزو مبارزه قربانوي او سولې ته به غاړه ږدي. تالبان د حکمتیار د اسلامي ګوند په پرتله خورا کمزورى او يو بې تجربې خوځښت دى. دا وخت تالبان يوه واژه ده چې د ډېرو هغو هېوادپالو او ملتپالو غورځنګونو برخه هم خوري څوک چې په هېواد کې د ملګرو ملتونو د غيرقانوني او تپل شوي لوېديځ شتون پر بډ دي. افغانستان کې دغه پر خپلواکي مين هېوادپاله خوځښتونه د کابل حکومت دننه، په بډيالو لکه تالبان او په ګرده افغان ټولنه کې د لوېديځ د لسيزو تپل شوې جګړو، منافقتونو او دومخيو پر بډ شتون لري. په افغانستان کې د متحده ایالاتو او ناټو راتګ لپاره د افغانانو، سيمې او نړيوالو هرکلى د لوېديځ لپاره يوه زرينه واره وه ترڅو دا وښيي چې لوېديځوال باوري ملګري دي نه د زړې برتانياوي امپراتورۍ د ناکاميو وحشي غچ اخيستونکي. هرچا داسې ګڼله چې لوېديځ د سولې او بیارغونې يو ځواک سره افغانستان ته ځي، خو دا هيلې ډېر ژر د متحده ايالاتو او ناټو ماموريتونو په سيند ځکه لاهو کړې چې د دوى د هلوځلو په پايله کې يو غيرعادلانه، له فاسده ډکه او ناوړه حکومتولي رامنځته شوه، چې په افغانستان کې يې د اړودوړ او اورپکپالنې وراني رامنځته کړل، د ميليونونو انسانانو ژوند يې واخيست او لا اخلي. په پايله کې يې، دا وخت د متحده ایالاتو او ناټو ځواکونه تر هوایي تګ راتګ او بمباريو پورې محدود دي ، يو وخت روسان د ١٩٧٩ يرغل پرمهال په ورته حالت کې وو. اوس مهال، ټول لوېدیځ ډیپلوماټان د خپلو سفارتونو او کابل هوایي ډګر ترمنځ د درې کیلو مټره واټن کې مجبور دي د هوا له لارې په چورلکو کې لاړ شي راشي. د مرکزي اسيا هېوادونو کتل چې په افغانستان کې لوېدیځوالو د بیارغونې، سولې راوستلو او د نشيزو توکو له منځه وړلو ډنډورې غږولې، خو دوى وليدل چې پايله سرچپه شوه، نو ځکه دغو هېوادو راګرځنګ سره ماسکو ته مخ ور واړاوه، دغه راګرځنګ په قرغیزستان کې د متحده ایالاتو پوځي او اکمالاتي اډه چې د مناس هوایي ډګر کې په کرايه شوې وه بنده کړه. دغه اډه په ډسمبر ٢٠٠١ کال کې د نړيوالو هڅو په ترڅ کې پرانستل شوه ترڅو افغانستان ته د سولې او ثبات راوستلو لپاره نړیوالو هڅو ملاتړ وکړي. د ٢٠١٤ د جون په ٣ د متحده ایالاتو سرتېرو د ځايي ولسي مخالفتونو، ناوړه سوداګريزو او ټولنيزو چلندونو په تور او د کلنۍ کرايې شخړې له امله بنده شوه چې قرغیزستان د کال ٢٠٠ میلیونه ډالرغوښتل خو متحده ايالاتو يوازې ٦٠ ميليونه ډالر ورکول. همدارنګه روسیې او چین هم په ٢٠٠٥ کال کې هغه وخت ددې اډې بندول وغوښتل کله چې تالبان په افغانستان او پاکستان کې د متحده ايالاتو او ملګرو تر سترګو لاندې يوځل بيا راڅرګند شول. هغه نور څه دي چې روسیه افغانستان ته راکاږي؟ لومړی، په مرکزي اسيا کې د داعش او ورته نورو هغو شخړو مخنيوى دى چې په اسانه روسيې ته غځېدلى شي. دلته د لوېدیځ د یرغل په ترڅ کې ځينې ناوړه کړۍ دي څوک چې غواړي په مرکزي اسيا کې د لبنان او فلسطین په ډول اوږدمهاله شخړې په سیمه کې ځاى پرځاى کړي. ددغې ناوړه تګلارې لاندې دوى غواړي چې د ډيورنډ کرغېړنکې کرښې دواړو غاړو ته پښتون مېشته سيمو څخه دويم فلسطين او يو نوى هېواد د لبنان په ډول رامنځه ته کړي (په حقيقت کې، اوس مهال د کابل حکومت هم د لبنان په بڼه چلېږي) چېرته چې حکومتولي د بې انډوله او دروغجن توکميز-اقتصاد او توکميز-مذهبي شخړو پر بنسټ اداره کېږي. په دې تګلاره کې د پاکستان پوځ او استخبارات د اسرائیل کردار ترسره کوي چې د ډيورنډ کرغېړنې کرښې دواړه غاړو کې پښتانه بدناموي، اقتصادي ډول کمزوري کوي او وژني. دغه وحشي تګلاره د غچ اخيستونکو ګړيو ده چې انګرېزانو او انګرېز توکمه-امريکايانو پخوا جوړه کړې وه، خو دا له ٢٠٠٣ تر ٢٠٠٧ کاله خورا په جوش کې شوه، هغه وخت کې يو برتانیاوى د مایکل سمپل په نوم له افغانستان څخه په دې وشړل شو چې د تالبانو تر نامه لاندې يې د اورپکو په بيا منځته راتګ او يا هغوى سره په پټو مرستو او اړيکو تورن شو، په هغه وخت کې زلمی خليلزاد په کابل کې د متحده ايالاتو سفیر و. همدارنګه وروسته د پاکستان د تالبانو تحریک جوړول د دې کړيو پایله وه. اوس د پښتنو له خاورې د دویم فلسطین جوړول خورا ښکاره او اندېښمن ځکه شول کله چې متحده ايالاتو، تالبانو او افغان حکومت دا خبرې پيل کړې چې د سولې راوستلو تر نامه لاندې به د جنګ ځپلي افغانستان پښتون مېشته سيمې تالبانو ته حواله کوي. حتا ځينو رسنیو داسې راپورونه هم خپاره کړل چې متحده ایالاتو د افغانستان اردو ته ويلي چې ځينې سیمې اورپکو ته ورپرېږدي. بله اندېښنه داده چې متحده ایالات يوځل بيا خليلزاد د خپل ځانګړي استازي په توګه افغانستان ته رالېږي. خليلزاد د ولسمشر جورج بوش د مرستيال په توګه پر افغانستان يرغل کې د هغه ستره مرسته وکړه، که يې پرتله وشي، زلمى خليلزاد د لبنان د ښاغلي فيلپ چارلس حبيب تاريخ تکراروي ، د چا ځايي وړتياوې او پوهه چې د هغو پاليسيو لپاره وکارول شوې چې تر ننه ورڅخه د فلسطين مظلوم او منځنى ختيځ ولس ځورېږي. که چیرې د دویم فلسطین جوړولو کړۍ په دې بريالۍ شي چې پښتون مېشته سيمې د تالبانو په نامه اورپکو ته وروسپاري، دا به په بشپړه توګه دداسې يوې غميزې پيل وي چې له کبله به يې ٧٠ سلنه افغانستان د انارشۍ او لاقانونيت سيمه شي، چېرته چې همدا اوس د پښتنو اپارتايد د ترهګرۍ تر جګړې لاندې له اتلسو کالو څخه را روان دى ، اوس د سولې تر نامه لاندې د مرکزي اسيا دويم فلسطين جوړېدو هڅې روانې دي. دويم، د ټاپي پروژه (ترکمنستان-افغانستان-پاکستان-هندوستان) نلليکه يا پایپلاین د لوېدیځ، عربانو، روسیې او چین ترمنځ يوه شخړه ده. لوېدیځ د خپل جغسياست لمخې غواړي د ترکمنستان او قزاقستان تېل او ګاز د هندوستان سمندر ته ورسوي، خو دا په اسيا کې د عربو له ګټو سره او په مرکزي اسيا کې د روسیې له ګټو سره په ټکر کې ده. د ټاپي نلليکه به د ټولنيزو، اقتصادي او جغسياست د بدلون په درشل کې د مرکزي اسيا او جنوبي اسيا د هېوادو ترمنځ نوي تړاونه رامنځ ته کړي چې روسیه ورڅخه اندېښمنه ده. تر ١٩٩١ پورې د منځنۍ اسيا هېوادونه د شوروي اتحاد غړي وو او د روسیې لخوا اداره کېدل، نن ورځ دوی د روسيې د ګډوګټو خپلواکو هېوادونو تر چتر لاندې دي. له همدې کبله د پوټین سترګې د اذربايجان او قزاقستان د تېلو او د اذربایجان او ترکمانستان طبیعي ګازو پر زېرمو دي او همدارنګه هغه نورې ګټې چې د ګډوګټو خپلواکو هېوادو تر چتر لاندې يې ترلاسه کوي. دریم، د ټاپي نلليکې څخه به هندوستان ارزانه انرژي ته ترلاسى پيدا کړي چې چين يې اندېښمن کړى چې دغه اندېښنې به د روس او چين په اړيکو اغېزه وکړي. د اوږدې شريکې پولې درلودلو له کبله، د چین او روسیې ترمنځ اړیکې، که ترينګلې ندي نو سمې هم ندي، د روسیې او چین ترمنځ بله ستونزه هندوستان ده. هند او روسیه ځانګړې اړیکې لري، او دواړه د چین لپاره ستر سيالان دي. کله چې په ١٩٧٩ کې شوروي پر افغانستان يرغل وکړ، د شوروي اتحاد پلوه د کمونیسټي دولت ملاتړ لپاره، کمونیسټ چین د افغان مجاهدينو ملاتړ ځکه وکړ چې روسیې له هندوستان سره ښې اړیکې درلودې. د ټاپي په ډول پرمختګ به په راتلونکو کلونو کې د روسيې، ستانونو هېوادونو او هندوستان لپاره په سياسي، سټراټيژيکي او اقتصادي ډول د چين د پرمختګ پر وړاندې ګټوره پرېوځي. د افغانستان د سټراټیژیک موقعیت، او په هېواد او خپلواکي مينو ولس له امله که هرډول بهرني ځواکونه افغانستان ته راشي، شتون به يې لنډمهاله وي. ځکه چې لومړى به د افغانستان ولس له مخالفت سره مخ کېږي. دويم، دا بیا بيا په ډاګه او جوته شوې چې بهرني ځواکونه کابل ته په رسېدو، ډېر ژر د نورو ځبرځواکو د ګټو له ټکر سره مخامخ کېږي. نو دا هغه وخت وي چې دوى مجبورېږي خپلو زړو افغاني دښمنانانو سره د نوي ګواښ د مخنيوي لپاره مرسته وکړي د تالبانو او نورو اورپکو سره د روسيې اړيکې پرته له شکه د همدغه ډول تاریخي تېروتنو تکرارولو ښکاره ثبوت دى. ولې افغانستان له پېړیو راهيسې همداسې پاتې دى، ځکه چې یرغلګرو د هېوادپالو او خپلواکيپالو لپاره دا ستونزمنه کړې چې هېواد پرخپلو پښو ودروي. د یو یرغلګرو په غورځېدو بل راپورته شوى. افغانانو ته لږ وخت يا ډېره وړه واره په لاس ورغلې چې د جغسياست پر بنسټ داسې نظام رامنځته کړي چې د ځبرځواکو د واک د توازن پر بنسټ وي. د يرغلګرو د لاسوهنې، منافقت او ورانيو په ترڅ کې افغانان داسې يو حالت ته وړل شوي چې د يرغلګر پر بډ له درېدو پرته يې بله لاره نه درلوده او نه يې داسې څه ورپاتې و چې له لاسه يې ورکړي نو پرته له دې چې تر اخري سلګۍ وجنګېږي بله لار يې نه درلوده چې په ترڅ کې يې یرغلګرو او ځان ته هم ستر زيانونه اړولي. د ګڼ شمېر سیمیزو سیالیو له امله یرغلګرو هم لږ وخت درلود، نو له همدې کبله يې هڅه کړې چې له وارې څخه په پراخه توګه ګټه واخلي نو ژر تر ژره يې د خپلو ګوډاګيو ځاى پرځاى کولو بربنډه هڅه کړې او ګوډاګيو هم له دغه حالت څخه د افغانانو د عدالت او بنسټیزو اسانتياو چمتو کولو پرځاى له موقع د ګټې پورته کولو او چور هڅه کړې. په داسې چاپېریال کې، بې عدالتۍ عوج ته رسېدلې او دغه حالت په ملي داعيه بدل شوى ترڅو د یرغلګرو پر وړاندې ولس له مجبورۍ ملي پاڅون ته اړ شوى. نړۍ، خو په ځانګړي ډول هندوستان، چین او روسیه به له يوه خپلواک افغانستان څخه چې د اکثریت لخوا اداره کېږي او اقلتيونو ته حقوق ورکول کېږي، د یوه پیاوړي حکومت په درلودلو چې ډېرو افغانانو ته د منلو وړ وي ډېر په ګټه دى. په افغانستان کې هغه وخت سوله راتلى شي چې د افغانستان د جګړې لاندې بنسټيزو لاملونو ته حل پيدا شي: ١. په افغانستان کې د لوېديځ پوځي اډې او د هغوى د غيرقانوني شتون، ٢. د لوېديځ تپلشوى او له بې عدالتيو ډک حکومت په عدالت او ښې حکومتولۍ مجبورول، ٣. د افغانستان غير مکلفه اردو يا عسکري چې ملت يې بار نشي وړلاى حل، ٤. په افغانستان کې د رڼو ټاکنو له لارې د منلو وړ حکومت رامنځ ته کول.
د پورتنيو لاملونو او تلپاتې سولې لپاره د افغانستان د سولې په اړه عربستان کې د اسلامي علماوو غونډې ته د نور رحمان لېوال پرانيستى ليک او وړانديزونه وګورئ. نور رحمان لېوال هېوادپال او خپلواکيپال افغان، سوداګر، د کمپیوټر پروګرامر، د څو ملي شرکتونو او پښتو ټلوېزيون څښتن، افغانستان کې د ١٣٩٣ ولسمشرۍ نوماند. په افغانستان او پښتونخوا کې له مجاهدینو او مجاهدينو لنډ مهاله حکومت، د ملګرو ملتونو ادارو، نادولتي مؤسسو او سوداګرۍ چارې پرمخ بولي.