https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
ولسواکه پښتونخوا او بلوچستان
ولسواکه پښتونخوا او بلوچستان
تړونى کاپي کاپي شو
نژدې اته لسيزې پخوا له هغې ورځې چې د پنجاب تر واک لاندې د پاکستان پډرالي جوړښت رامنځته شوى، پاکستان کې د پنجاب واک د نورو مېشتو قومونو له خوا په ځانګړي ډول د پښتنو او بلوچو د خپلواکۍ غوښتونکو له سوليزو او وسلوالو خوځښتونو سره مخ دى چې پاکستان يې له ګاونډيانو سره او په کور دننه په جګړو اخته کړئ.

خو د خپلواکۍ غورځنګونو هغه وخت زور واخيست چې پاکستان د برتانيا د کامنويلټ غړيتوب درلودلو او سيمه کې د لويديځ لومړى درجه ملګرتيا سره د چين او روسيې ملګرتيا او پروژو ته مخه کړه. دغو پروژو په اړه د پاکستان زاړه ملګري خپلې انديشنې لري خو پښتانه او بلوچان بيا داسې انګيري چې د پاکستان ترنامه لاندې پنجاب ددوى په شتمنيو خېټه اچولې، د دوى حق خوري او دغه پروژې پنجاب نور پياوړى او دوى څنډې ته کوي. دوى د پاکستان پوځ چې ستره برخه يې پنجابيان دي د پښتنو او بلوچو د شتمنيو د چور لامل ګڼي او ورسره پنجابيانو ته د غلو په سترګه ګوري، بلوچانو خو بلوچستان کې ان د عامو پنجابيانو وژل هم پيل کړي.

پخوا پاکستان د لويديځ په پراخ ملاتړ رامنځه شوى او سيمه کې د هغوى نژدې ملګرى وو، خو اوس د لويديځ ګټو ته د پاکستان ژمنتياوو کې بدلون ليدل کېږي. همدارنګه دوه لسيزې افغانستان کې د لويديځ ښکېل کېدلو تجربې او د امارت بيا بريالتوب سره اوس د پاکستان اسلامي جمهوريت حالت د افغانستان اسلامي جمهوريت ورستۍ دورې ته ورته دى. ټول پاکستان کې له پنجابي پوځ سره جګړه روانه ده هره ورځ پوځ سترو لګښتونو سره د پوځيانو مړينه هم تجربه کوي. ددغه ناوړه حالت په ترځ کې به پاکستان ورځ تربلې په شتمنيز يا معاشي، سياسي او ټولنيز ډول کمزورى کېږي، هغه ورځ راتلونکې ده چې پاکستان به د خپلو پوځيانو تنخاوې نشي ورکولاى.
ويل کېږي چې همدا اوس پښتونخوا کې دشپې لخوا حکومت د وسلوالو وي او يوازې ځينې سيمو کې دورځې د پاکستان پوځ او حکومت شتون لري. دغه حالت به پښتونخوا کې امارت ته ورته جوړښت حاکم کړي چې پايله کې به پنجاب او سند څخه پاتې پاکستان د غزوه هند يا غزوه چين په جګړيز ميدان بدلېږي چې بهرنۍ ملاتړ به ولري.
کېداى شي ځينو ته دا د منلو نه وي خو دا ځمکني حقايق دى او پاکستان دا درک کړې چې پښتنو او بلوچو لپاره کورنى او نړيوال ملاتړ شته چې پښتونخوا او بلوچستان خپلواکه کول غواړي. نو غوره ده او هڅه کېږي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په ډول خوځښتونو له لارې پښتانه په سوليز ډول بيل شي. په يولسم اکتوبر د خيبر جرګه، پښتنو، پاکستان او ولسواکۍ ژمنو لپاره يوه زرينه واره ده چې د خپلواکې پښتونخوا رامنځته کولو په لور جرګه پرېکړې وکړي او د پاکستان په ګډون نور يې ملاتړ وکړي. که داسې ونشي نو د پښتون ژغورنې غورځنګ ولسي ملاتړ هم بېدريغه کمېږي او پاکستان هم د افغانستان د جمهوريت په برخليک اخته کېدو کېږي.

پاکستان لپاره دا اخيرينه موقع ده چې د افغانستان اسلامي جمهوريت له برخليک څخه پند واخلي او پښتون دښمني پرېږدي. که داسې ونشي افغانستان کې روڼ اندو پښتنو سره د غير پښتو دښمني امارت ته لاره هواره کړه. که همدغه ډول پښتونخوا کې روڼ اندو پښتنو سره د پنجاب دښمني روانه وه، پاکستان کې به هم امارت ته ورته سياست بريالي شي. پايله کې به له سيند او پنجاب څخه پاته پاکستاني مسلمانان د غزوه هند يا غزوه چين د سترې ويجاوړنکې جګړې په ډګر بدلېږي، نو ځکه وايم چې پاکستان سره بله لار نشته يا به #ولسواکه_پښتونخوا مني او يا به ورکېږي.

ولسواکه پښتونخوا رامنځته کول به پاکستان له هند او هند د پاکستان له شره ژغورلو کې مرسته وکړي او سيمه کې به سياسي ټيکاوو رامنځته کولو کې خپل کردار ولري. اوسني وخت کې خپلواکه پښتونخوا او خپلواک بلوچستان جوړول د پاکستان او ګاونډيو ترمنځ، د سيميزو او نړيوالو لانجو حل ښکاري.

نور رحمان لېوال
١٠ اکټوبر ٢٠٢٤
عمران که پوځ ګوښه کول
عمران که پوځ ګوښه کول
تړونى کاپي کاپي شو
#پاکستان کې د بډيالنې په زرګونو کسانو لاريون کې د لومړي وزير عمران خان د ګوښه کېدو غوښتنه کړې. د پاکستاني پوځ تکيه پر چين او روس ورسره د يوکراين پېښه کې د ناپيلتوب له امله دغو بډيالو د لويديځ شينڅراغ ترلاسه کړئ چې پاکستان کې ولسي حکومت رامنځته کړي.

دا چې نور لويديځ د #پاکستان د پوځ ملاتړ نه کوي د #پښتون، #بلوچ او #سيند لپاره زرينه واره ده چې ددغه خوځښت برخه کېدو سره، پاکستان کې په ولسي حکومت رامنځته کولو او پاکستاني پوځ ډډې کولو سره د پنجاب له زبېښاک څخه د وتلو لار پيدا کړي.

همدارنګه دغه نوى خوځښت به د پښتون ژغورنې غورځنګ له پاڼ او پړانګ حالت سره مخ کړي چې د ولسواکۍ د خوځښت برخه کېږي او که ناپيلي پاته کېدو سره د پاکستان پوځ ته يوازې پاته کېږي.

د پاکستان په تاريخ کې دا لومړى ځل دى چې پاکستان د سختې غبرګې لوبې سره مخ کېږي چې د پاڼ او پړانګ په ډول يوې خواته لويديځ او بلې خواته چين او روس دي. د غبرګې لوبې کول ډېر ګران کار دى. پاکستان پوځ اړ کېږي چې پرشاشي که نه د غني د حکومت د پوځ له برخليک سره ځکه مخ کېږي چې پاکستانى پوځ هم د ولسي بنسټونو پرځاى په بهرنيو مرستو ولاړ دى.

#نرلېوال
روسيې دريځ چې د افغانانو ترمنځ بېپرې پاته کېږي ستايو هند، پاکستان او ايران څخه مو هيله ده چې د سيمې او خپلو ګټو لپاره په افغانستان کې بېپري پاروسيې دريځ چې د افغانانو ترمنځ بېپرې پاته کېږي ستايو
روسيې دريځ چې د افغانانو ترمنځ بېپرې پاته کېږي ستايو
تړونى کاپي کاپي شو
هند، پاکستان او ايران څخه مو هيله ده چې د سيمې او خپلو ګټو لپاره په افغانستان کې بېپري پاته شي. پرېږدئ چې افغانان ستونزې پخپل نوښت حل کړي. د پاکستان لومړي وزير @ImranKhanPTI د بهرنيو چارو وزير @SMQureshiPTI ته ځانګړې سپارښتنه ده چې ناوړه درېيمګړيتوب بند کړه.

امارتوالو ته مو سپارښتنه ده چې د خپلې خپلواکۍ کره کولو لپاره هېواد ته د پاکستانيو سياستوالو په تګراتګ ځانګړي ډول د افغانانو ترمنځ په منځکړيتوب او درېيمګړيتوب بشپړ بنديز ولګوي. همدارنګه ټولو افغان سياستوالو يا استازو ته يې په کور دننه او بهر کې د نېغو خبرو د خونديتوب ډاډ ورکړي.

اړينه ده چې امارتوال(افغانستان اسلامي امارت) بايد له پاکستان څخه رسمي وغواړي چې د افغانستان په اړه له نورو هېواد سره خپلو مشورو ته د پاى ټکى کېږدي، ځکه دا موږ په هېواد کې د پاکستان لاسوهنه ګڼو، په کلکو ټکو غندلو سره يې د مخنيوي هڅه هم کوو.

پاکستان او نورو هېواد ته تللي سياستوال که هېواد ته نشي راتلاى بايد امارتوال هلته ورشي يا نورو مخورو افغانانو څخه غوښتنه وکړي چې منځکړيتوب يې وکړي.
Pakistan needs freedom from the Devil Army
تړونى کاپي کاپي شو
Afghans and Pakistanis must find a way to free innocent Punjabis from the captivity of the immoral Paki Army, otherwise these army slaves will be used for the instability of Afghanistan and the region.

The problem of Punjab is the socio-economic condition which lead to a population deprived of dignity, freedom and leadership who are enslaved just to earn bread and butter, no matter, it comes from prostitution or any other immoral activities like killing their own people and others just for a token salary.

These salary slaves cannot distinguish between simple bad and good. Shame on the double-standards of Paki Army at the same time friends of Afghanistan and friends of enemies of Afghanistan.


پنجابي ملا په پښتنو پورې خاندي او پنجابى نايي هم پښتنو سره سياست کوي
تړونى کاپي کاپي شو
بېګا مې دوبۍ کې ويښته جوړول، نايي راته وويل چې کور ته تللي وه او تازه له پنجابه راستون شوى. نو مو پوښتنه ورڅخه وکړه چې منظور پښتون او پښتون ژغورنې غورځنګ څخه خبر ياست. بېخې منکر شو، نه پرې خبر دى، نه يې څه اوريدلي او نه يې پېژني، خوا کې دويم پنجابي نايي راودانګل، د ملګري ناخبري يې تايد کړه چې ده هم څۀ ندي اوريدلي.

ويل يې: منظور پښتون د کوم ځاى دى او څه کوي؟

پښتون د وزيريستان دى چېرته چې پاکستاني پوځ د ميليونو مومينانو کورنه ويجاړ او بمبار کړل په لکونو کسان يې ورک او شهيدان کړل، نو سر يې خوځاوه چې هلته خو ډېر ظلم شوى، نو مې پرېکړه وکړه چې نور به په پنجابي هېڅ کار نه کوم، د دوى ډم هم د پښتنو دښمن دى.

هلته په پنجاب کې يو بېړا پاکستانى ملا چې مور پلار په وړکوالي د بدچلندۍ لامله له کوره شړلاى وو، علمي کچه يې دومره کمه کمزورى ده چې دريځ ته ناست خلک په پښتو او پښتنو پورې په ملنډو خوشالوي، د هيرامنډي ملا شرم وکړه شرم.

ټولنيزو رسنيو تړاو

What If A Secular Jihadist, An Army Laundryman Become the Next Prime Minister Of Pakistan?
تړونى کاپي کاپي شو
Being a leader in our ancient region require utmost understanding of our societies, their structures, beliefs and especially the mindset and tribal loyalties which have been challenges for ideological formations such as Pakistan. For the past century or so, I have yet to find, an example of a logical leadership that ruled our region by having a deep understanding of the emotional status of our societies and tried to change them from within without imposing themselves by adopting alien ideologies. It seems that the Pakistan army found a new emotional puppet that has a craze for being famous and powerful but without ethics and a societal base. That is why people like him are important for an army that has been killing innocent people in Sindh, Pashtunkhwa, Baluchistan, sponsoring terrorism across the region and have an evident shameful past in east Pakistan or today’s Bangladesh. Therefore, for an understanding of the future in our region, a look back to the past matters strongly, it will be difficult to have a good future while undermining the present and the past. That is why it is vital to look at Mr. Imran Ahmad Khan Niazi or for short Imran’s present and past. Imran is the only son of Ikramullah Khan Niazi and his wife Shaukat Khanum. Long settled in Mianwali in northwestern Punjab, his paternal family are of Pashtun ethnicity and belong to the Niazi tribe, he does not understand or speak the Pashto language nor has any clue about Pashtun code of conduct the Pashtunwali, if he did he would not be a gigolo. Although he calls himself a Pashtun by blood, which has been an opportunistic approach by many deceivers to deceive the tribal society of Pashtuns in Afghanistan and Pakistan while imposing leadership from outside. There is another big historical connection what Imran’s government may lead to, is a story of another lost Pashtun in Panjab. General Amir Abdullah Niazi was born in 1915 in a small village, Balo Khel, Mianwali, Punjab. Since both Imran and General Niazi belong to the same place, same tribe and have the same craze for power and fame, not gaining it by hardworking and ethically, but by short cuts, being puppets, without respect for indigenous values, ethics and have their own initiatives. To understand the Imran’s future government, it is important to study General Niazi and his shameful actions and atrocities committed in Bangladesh and a shameful surrender to the Indian army. Why is it important to compare general Niazi and Imran Niazi and what lead them to the arrogant, unethical and adventurous characters which brought black spots in history. That is because of an overreaction from the class and cast system originating in India and having a deep root in the Punjabi society. The Pashtun minorities in Punjab are bullied and frustrated very much and that have forced them to give up their language and culture, they are living in depression, sadness and loneliness and these issues are persisted into their adulthood. The way Pashtun society live is very free and democratic by nature that is why it was hard to rule them, apart from some tribal rivalries, there is no cast, class or bullying in Pashtun society. But when these vibrant and freedom loving people settle in non-Pashtun societies they face high prejudice specially in Punjab. Therefore, they develop the inferiority complex which lead to the aggressive behavior in compensation that is found in General Niazi’s behavior of committing atrocities while being part of nonsensical wars for the British empire in Burma and then for Pakistan in Bangladesh. The emotional and aggressive behavior of the lost Pashtun Imran declaring Jihard against neighbours; slapping his volunteer workers and talking high of Islam which he hardly practices, show his revengeful and ambiguous character. Himself being a secular highly blamed for lust, having unlawful relations and marriages with non-Muslim women, he declared Jihad in Afghanistan against his parental Pashtun society just to please the hypocrisy of Pakistan Army. The Pakistan army having received billions of Aid from western allies, they are their number one ally in the war against terrorism in Afghanistan, but at the same time the same army is hosting and supplying western enemies in Afghanistan. The west and Pakistan army has been using modern psychological warfare tactics and pretext of terrorism to dehumanize Pashtuns for reasons; to exploit their natural resources and use their strategic location for destabilize the region. It is important for Imran and his followers to look back and correct themselves to prevent a repeat of General Nizai’s history, by not following the Pakistan army but strengthening the civilian government in Pakistan, they should fight for the right of every minority in the federation of Pakistan so as to not create more revengeful characters like Imran and General Niazi, they should also note that only Lahore can’t decide for Punjab and Punjab is not all Pakistan, widen your horizon. By Noor Rahman Liwal An Afghan philanthropist, entrepreneur, owner of multi-national companies, Pashto TV and Afghanistan Presidential Nominee 2014. Lived and worked with Mujahideen parties, United Nations Agencies, NGOs and ran business as refugee in Quetta and Peshawar, Pashtunkhwa. Was the first to enable computer for Urdu languages in the 1990, the then Pakistan minister of technology offered him high ranking job and Pakistani nationality which he refused.
هغه حکومتونه چې واک يې د ديوالو تر بريده وي نور يې د پاى شيبې وي
تړونى کاپي کاپي شو
د کابل او اسلام اباد حکومتونه د خلکو په زړه کې ځاى نلري نوځکه د دېوالو په زور يې حکومت کولو ته مخه کړې، هغه حکومتونه چې واک يې د ديوالو تر بريده وي نور يې د پاى شيبې وي. دغه ډول دېوالونه تل غاصبانو جوړ کړي او انصاف نړولي، ٢٠١٩ ټاکنو کې ملګرتيا ته مو رابولم، نه يوازې دا ډېر نور د غصب ديوالونه نړول غواړي.

د ډيورنډ په ناولې کرښه ديوالونه جوړل د متحده ايالاتو په مرسته او د کابل د حکومت سره په تړون کې روان دي. پاکستان چې اقتصادي حالت يې ډېر خراب دى دغه دېوال په خيراتونو جوړوي چې ان شاء الله ژر به ونړول شي.
PAKISTAN IS DEFENSELESS UNLESS FULL RIGHTS ARE GIVEN TO BALUCH AND PASHTUNS OR SEPARATED.
تړونى کاپي کاپي شو
2015-07-06
Pakistan is the bully-boy of the STANS (Afghanistan, Hindustan - Arabistan and other Stans), in the present form it is disastrous for the region in the interest of few.

Being hijacked by its foreign supported Army, there is no easy solution to bring Pakistan from bullying to cooperation in the region, but to divide it in three parts, a Pakistan comprises of Punjab and Sindh provinces, a Baluchistan for Baluches and a Pashtunkhwa for Pashtuns.

It is equally important, that Punjab and Sindh stay together as Pakistan, because of their shared values of mindset, attitude, culture, economy and many other issues and geopolitically guarding the border between giant India and other smaller nations, I am sure, it will be backed by other nations.

The separation of Baluchistan and Pakhtunkwha is important, because from the creation of Pakistan till today, Baluch and Pashtuns having less shared values could not catch-up with the mindset of Punjabies and Sindhies, which made Pakistan to fight within itself, making life of Pashtuns and Baluchs miserable. Therefore, Pakistan is forced to keep the century old inhuman colonial rules such a FCR (Frontier Crime rule) as law, at the expense of million innocent lives in Pashtuns and Baluch lands and deterring the progress of other Stans as whole, just to keep Baluch and Pashtuns part of Pakistan. This made Pakistan and other nations hostile to each other in the region.

Under Frontier Crime rule, one third of Pakistani resident have no basic rights of – appeal, wakeel and daleel (the right to request a change to a conviction in any court, the right to legal representation and the right to present reasoned evidence, respectively).

In the present form Pakistan could not have internal peace and will be always hostile to neighbors either having ideological or territorial disputes. Look at Pakistan's neighbors, only China has a friendly relation, because of India.

Please remember that we are living in a natural region and ideological formation such a Pakistan, brought problems and failures to the region in the past and we have to refrain from that in future to have peaceful region. In our region formation that are based on history, culture, the mindset and shared values will be successful and cooperative as nations.

#SupportUnitedPashtunkhwa
#يوه_پښتونخوا_غواړو ټولنيزو رسنيو تړاو
By Pakistan Law, three basic rights are not applicable to the Pashtuns appeal, Wakeel and Daleel (the right to request a change to a conviction in any court, the right to legal representation and the right to present reasoned evidence, respectively).
تړونى کاپي کاپي شو
Few in Pakistan’s establishment as puppets of the outsiders everyday erase the God given rights of entire nation, particularity those of the Baluchs, killed while demanding royalty of their natural resources and their rights, Muhajir(Refugee), who sacrificed their land, home and families in India for creation of Pakistan are aliens, while living nearly for seven decades in Pakistan.
By Pakistan Law, three basic rights are not applicable to the Pashtuns appeal, Wakeel and Daleel (the right to request a change to a conviction in any court, the right to legal representation and the right to present reasoned evidence, respectively).
The censorship is shocking proof of the above, the Pakistani establishment kept the entire region in conflict for the interest of few in Pakistan and outside of Pakistan.
Indian, Chines and Russian triangle of friendship is great opportunity for STANS (Afghanistan, Hindustan - Arabistan and other Stans) but it can be disastrous if Pakistan remain the bullyboy of the Stans as it is today.
تړونى کاپي کاپي شو

Indian, Chines and Russian triangle of friendship is great opportunity for STANS (Afghanistan, Hindustan - Arabistan and other Stans) but it can be disastrous if Pakistan remain the bullyboy of the Stans as it is today.

Being hijacked by its foreign supported Army, there is no easy solution to bring Pakistan from bullying to cooperation in the region, but to divide it in three parts, a Pakistan comprises of Punjab and Sindh provinces, a Baluchistan for Baluches and a Pashtunkhwa for Pashtuns.

It is equally important for the Stans that Punjab and Sindh stay together in a Pakistan, because of the share values of mindset, attitude, culture, economy and many other issues and geopolitically guarding the border between giant India and other smaller nations, I am sure, it will be backed by other nations.

The separation of Baluchistan and Pakhtunkwha is important, because from the creation of Pakistan till today, Baluch and Pashtuns having less shared values could not catchup with the mindset of Punjabies and Sindhies, which made Pakistan to fight within itself, making life of Pashtuns and Baluchs miserable. Therefore, Pakistan is forced to keep the century old inhuman colonial rules such a FCR (Frontier Crime rule) as law, at the expense of million innocent lives in Pashtuns and Baluch lands and deterring the progress of other Stans as whole, just to keep Baluch and Pashtuns part of Pakistan. This made Pakistan and other nations hostile to each other in the region.

It is very important that India, China and Russia do not repeat the mistake of other empires, do not try to impose their values on other nations, keep their plans and progress balanced within their own territories, by avoiding expansionist ideologies in the region and cooperate with neighbors to be prosperous and equal partners for a peaceful region.

Please remember that we are living in a natural region and ideological formation such a Pakistan, Soviet Union, Taliban and others brought problems and failures to the region in the past and we have to refrain from that in future to have peaceful region. In our region formation that are based on history, culture, the mindset and shared values will be successful and cooperative as nations.
#SupportUnitedPashtunkhwa 
#

د خپلو او افغانانو د بچو جلاد او قاتل، راحل راحل
تړونى کاپي کاپي شو
د خپلو او افغانانو د بچو جلاد او قاتل، راحل راحل 
هغو ملګرو چې د مولانا فضل رحمان په راتګ کابل ته لاريون کاوه، چې د پاکستان د استخباراتو يو يرغمل شوي پښتون مشر دى، هيله ده د راحيل شريف او ورته جلادانو په راتګ نور چپ پاته نشي؟ 

د پاکستان پخوانی پوځي متقاعد جنرال پروېز مشرف له کارډین سره په مرکه کې، چې د جمعې په ورځ خپره شوه، اعتراف وکړ، چې د خپل واک پوخت کې يې په افغانستان کې د نبابتي جګړې ملاتړ کاوه، کله چې دى د پاکستان ولسمشر و نو هڅه یې کوله چې افغانستان ته زیان واړوي. مشرف د خپلو خبرو په دوام کې وویل:«اوس اشرف غني ولسمشر شوی دی او نوموړی هڅه کوي چې په افغانستان کې انډول رامنځته کړي. موږ باید ورسره بشپړه همکاري وکړو.»

پرون نواز شريف اعتراف وکړ چې افغانستان مې ړنګ کړ، نن مشرف او سبا به دغه راحيل اعتراف کوي چې افغانان مې وژل او ځورول خو دوى په کاپل کې ميلمستياوې راکولې، افرين شه ستاسې په غيرت افغانانو!

ددغو جلادانو بايد داسې غندنه او رټنه وشي چې مولانا ورته وخاندي.
......................................................................................................
د يادښتونو غورچاڼ
اصيل ګل ليکي: که يوه زره هم ايمان او غيرت وي نو بايد د دوي ټولو د دې اعترافونو څخه وروسته ټول افغانان په ګډه بايد د دوي د محاکمو غوښتېني وکړي او افغانانو او افغانستان ځاني او مالي زيانونو جبران کولو ته اړيستل شي

شريف شاه شريف ليکي : هر څوک چې وایې چې پاکستان زموږ په هېواد ړنګونه او لاسوهنه کې لاس نه لری د وطن هر خاین یې د اوس په غړېدلو سترګو ولولی

خان ساپى ليکي: ګوره نن چه پاکستان د هر اړخ نه په ستونزو کی راګیر دی ، پاکستانی غواړی چه خپل ځان له دغو ستونزو څخه وژغوری افغانان باید هیڅ کله ورته د زړه نه ورته د دوستی لاس ورنکړی ځکه دوی د لستونړی ماران دی همدا شیبی دی د پاکستان د ورانیدلو،افغانان باید تاریخی اشتباه ونکړی او د پاکستانیو په غوولوونکو خبرو تیر نه وځی ځکه دوی قسم خوړلی دښمنان دی

محمد داود احمدزى ليکي: اشرف غنی ته نوره باید اجازه ورنکڑل شی چی دافغانانو په وینو پٹی اومبهمی معاملی وکڑی داد ملی وحدت په نوم غیر ملی حکومت دهمداسی مبهمو دسیسو دپاره دخارجیانو له خوا رامنز ته شوی چی دبهرنیو دسیسی په افغان مظلوم اومحروم ولس وتپی دادملی حکومت اداری میکانیزم دافغان ولس ارادی ته خکاره سپکاوی ده که داسی نه وی نو ماته منطقی اومدلل جواب راکڑی همدا اوس دافغان دولت دپاره یو طلایی فرصت وو چی په پاکستان یی لا فشار زیات کڑی وی دوشمن به له خوژ گوتی نیسی چی درد یی سیواشی ڈیره په اسانی سره د ترهگری مخه دپنجاب انوروسترو خارونو لور ته اووختی وه خو زمونگ نا اهله سیاسیونو له دی فرصته عظمی گٹه نه شوه پورته کڑای چی دادافسوس خبره ده دوشمن به کمزوری نه گنڑی اوله بدی ورزی به یی استفاده کوی دراحیل راتگ افغان خاوری ته دافغانانو وینو ته سپکاوی ده زکه دوی پخپله دافغانانو دوینو تویوولو اعتراف کوی بیا هم نه شرمیگو او بل په دی کار سره مو دهندوستان دوستی هم له سوال سره مخ کڑی چی داهم دملی وحدت حکومت یوبل منفی گام ده چی ملی گٹی مو په خطر کی اچوی

احمد سيد ليکي: اشفاز غني فتي معيلي شروع كري دي واله جي أفغا نانو تا سي به يي خوند نه اخلي دكونر سيند مو داسي بو له جي له لاسه وركه دوا هم مو بهر أني سيا ست دفاكستان شه دهند سره بيد جي أفغا نآن هيس قسمه أريكه وه نه لري خبره فا تي ده دديو رن لاين دغه فه دي سو شفو ورزو كي كوري جي دبل غبداله يي درته دسحت كري زيا تي خفل خو بو نه وهي أفغا نآنو

امين الله حقيار ليکي: ګل مرجان به ډالراخلی اوددوی به منی افغانان به وژنی نوهمداسیګل مرجان به پاتی وی اوکه ځان ډاکټرعبدالله عبدالله معریفی کوی او خدمت به کوی افغانان نور نه غولیږې #دالله په مرسته#

لاندې زما خواخوږى د پېښور سره او پدې ويډيو کې ددې ښاغلي څرګندونې، د پنجاب هغه حالت ښي چې د انګريز سيمې ته له راتګه تر ننه دى کارېږي، پنجاب د بادار نوکري کوي که هغه هرڅوک وي، بله هېڅ لاره نشته چې ترڅو موږ د پنجاب د کارونې وړتيا پيدا نکړو تر هغې به يې نور زموږ په خلاف کاروي.
تړونى کاپي کاپي شو
لاندې زما خواخوږى د پېښور سره او پدې ويډيو کې ددې ښاغلي څرګندونې، د پنجاب هغه حالت ښي چې د انګريز سيمې ته له راتګه تر ننه دى کارېږي، پنجاب د بادار نوکري کوي که هغه هرڅوک وي، بله هېڅ لاره نشته چې ترڅو موږ د پنجاب د کارونې وړتيا پيدا نکړو تر هغې به يې نور زموږ په خلاف کاروي. 

خو ستونزه اوس داده چې موږ کمزوري پښتانه مشران لرو چې هغه د مينځو جامې وينځئ.

https://www.facebook.com/wolasmashar/posts/400762230082066
"انګامه, يېښوره او وزيريستانه په وير مو غمجن يم, په انګام، پېښور او وزيريستان کې د پاکستان دومخى سياست او پوځ د بېوزله پښتنو په وينو تويلو خپلو ناروا بمباريو، وژنو، ترهه خپرولو او ورانيو ته لاره هواروى. پاکستان يې هم وژني او هم ورباندې ژاړ کا.
خداى پاک دې د بېوزله پښتنو واوري او پخپل رحم او کرم د ددغو ګړاونو څخه د نجات توان ورکړئ.
پښتنو چې ترڅو خپل واک پخپل لاس کې وانخلئ تر هغو به ارام نشي."
جمهوررئیس غني پاکستان ته د سفر په وخت ویلي
تړونى کاپي کاپي شو

جمهوررئیس غني پاکستان ته د سفر په وخت ویلي، "له دې سره سره چې دواړو هېوادونو ته ګډ ګواښونه متوجه دي، خو ګډ فرصتونه هم شته چې دواړه هېوادونه باید له دغو فرصتونو څخه ...ګټه پورته کړي".

ښاغلې ته د کومو فرصتونو خبره کوې، په نيولشوې پښتونخوا کې پر پښتنو د بمباريو، بېکوره کولو، لوټلو او که په افغانستان کې د وراني فرصتونه؟

پنجابى پاکستان ترهغې زموږ دوست نشي کيداى چې د پښتنو او بلوچو د اپارتايډ، وژنې او لوټلو څخه په نيولشوې پښتونخوا او افغانستان کې لاس وانخلي؟

د سفرونو او پاکستان سره د کاروبار ډېرولو او تړونونو پرځاى تا بايد پخپل هېواد کې متفکرتوب ښودلاى واى:
١- اهل کابينه دې برابره کړې واى، 
٢- هېواد دې د جوړنې او بسياتوب پلور روان کړاى واى،
٣ پاکستان ته دې د دښمنۍ کرښه راښکلې واى، د افغانستان ابادى يو دښمن ته اړتيا لري چې هغه پاکستان دى.

ستا په اکيډميکه لحجه زور ته غلام پنجابى او د پنجابي غلامان نه پوهېږي.

د Le Monde diplomatique
تړونى کاپي کاپي شو
د Le Monde diplomatique مياشتنۍ لمخې د پاکستان فوځ د حقاني شبکې او طالبانو مشر ملاعمر ته ويلي چې د پاکستاني طالبانو يا اسلام باد څخه يو بايد غوره کړي، خو غوره به دا وي چې د حقاني شبکه او ملاعمر په هېواد کې د سياسي خوځښتونو برخه شي او د پاکستاني طالبانو مرسته وکړي چې په پاکستان کې اسلامي نظام نافذ کړي، په پاکستان کې د انګريزى نظام بدلون د پاکستانيانو زړه غوښتنه او د اسلامي نظام د پياوړتيا لپاره په افغانستان، پاکستان او سيمه کې ډېر اړين دى.
د پاکستان د اټم پلار قدير خان د بم پلندر وخوت
تړونى کاپي کاپي شو

د پاکستان د اټم پلار قدير خان د بم پلندر وخوت

د پاکستان دروغجن اټومي کارپوهان چې اوس يو د بل لمن پسر اړوي، وايي د پاکستان د اټم پلار قدير خان پلندر وخوت او د بم اصلى جوړونکي نور دي؟!

له هغې ورځې چې دوى اتومي چاودنه وکړه او بيا په يو سيمنار کې ما د قدير خان وينا واوريدله، پرته له يوه سياسي پاليشي څخه ماته دده په خبرو کې د ساينسپوه د وجدان، ايمان او پوهې هيڅ ښکاره نشول.

ډېرو نامتو پېښوريانو به ويل چې قديرخان پښتون ده، د ده پښتونتوب هغه وخت دروغجن ثابت شو چې د سيمنار د چايو په دمه کې ما ورسره په پښتو روغبړ کاووه او دى ګونګ وو، نو کوربه دده تر مخ راته وويل "لېوال صاب، خان صاب پټان نهي هې، جناب کا نام خان هې"، همدارنګه دده اټومي بمونه هم دروغجن دي.

له هغې ورځې ما ډېرو ته ويلي چې پاکستان اټومي وسلې نه لري، نه يې درلودې او نه د لويديځ مريتوب دا اجازه ورکوي چې ويې لري، د لويديځ له اړخه د پاکستان اټومي چاودنه منل د رسنيو تر حده د انډيوالۍ يوه ډنډوره وه چې لويديځ د افغانستان ورانولو او سوشليزم په جګړه کې پاکستان ته د وفاداري تحفه کې ورکړه.


هو دا منلى شو چې پاکستان څه نن سبا هر څوک "مردار اټومي بم" (Dirty Bomb) يا چاودنه کولاى شي. هغه داسې چې يورانيم يا نور اتومي توکي راټول او يو ډول چاودنه ورکړه، لکه پاکستان چې په چاغى کې ورکړه، لوديځوالو او نورو ساينسي ډلو ومنله چې اټومى چاودنه وه، ځکه چې دغه چاودنه اتومي ته ورته وه.

قديرخان دا لوړه کړې وه چې ده د بم جوړولو بلوپرينټ يا تګلاره له اروپا څخه را غلا کړې، هغه دادي دده د همکارانو لخوا دروغجنه شوه، لاندې ليکنه ولولئ.

د درغو مزل لنډ وي، لاندې ويډيو کې ګورئ چې دى پيښماني څرګندوې په خپلو کړنو او وايي چې پاکستاني قوم ته په چوپړ کولو پښيمانه ده.

Pakistan receive large portion of U.S military aid over counterterror, but Afghanistan and West declare Pakistan base of terrorism?!
تړونى کاپي کاپي شو
تړاو

Pakistan receive large portion of U.S military aid over counterterror, but Afghanistan and West declare Pakistan base of terrorism?!

In our region Pakistan was important for the survival of the Western interests and Western interests were important for the survival of Pakistan, But is no more the case.


اونۍ وړاندې ما وويل: #پاکستان د #اروپاجګړه سيمې ته راوړي.
اونۍ وړاندې ما وويل: #پاکستان د #اروپاجګړه سيمې ته راوړي.
تړونى کاپي کاپي شو
دادى اوس ورته شننه روسیي څېړونکی الکساندر کنیازوف کوي چې لویدیځ هڅه کوي #تاجکستان کې د امارتوالو بډيال ديره کړي ترڅو منځنۍ اسیا کې کړکيچ رامنځته کولو سره له اروپا څخه د روسیې پام واړوي، هغه وايي د عمران خان ګوښه کېدل د چین او امریکا تر منځ د لانجې یو نوی پړاو دی چې افغانستان ته به هم خپرېږي.

د پاکستان بدې ورځې راروانې دي ځکه د لويديځ، چين، هند او روسيې د ګټو د ټکر په مرکز بدلېږي. خو د ژغورنې يوه لار شته چې پاکستان د پښتونخوا او بلوچستان خپلواکي ته لار پرانيځي او له هند څخه رابيل شوي مسلمانان د يو نوي پاکستان په شکل کې چې له سيند او پنجاب څخه به جوړ وي پاته شي.

دغه ويش به د پاکستان اوسني د لويديځ او چين يرغمل پوځي او استخباراتي جوړښتونه له منځه يوسي، سيمه او پاکستان به له هغې جګړې وژغورل شي چې اوس يې روسيه او چين په اروپا کې له لويديځ سره ترسره کوي که داسې ونشي نو پاکستان د #اروپاجګړه سيمې ته راوړي.
#نرلېوال
#اسيابدى
په کراچى کې مافيا
تړونى کاپي کاپي شو

تراو

په کراچى کې مافيا په خلکو د تشنابو اوپه د څښلو لپاره خرڅوي، ددغو اوبو مشتريان به هم د پښتنو، بلوچو او سينديانو خوارې ټولنې وي او سوداګر به يې هرومرو پنجابى وي، چې ترشاه به يې د پنجاب د حکومت چارواکي وي.

پاکستان ١٣ بيليونه ډالر يا د هر افغان پسر نژدې ٤٥٠ ډالر د افغان وژنې لپاره د متحده ايالاتو څخه اخيستي
تړونى کاپي کاپي شو
پاکستان ١٣ بيليونه ډالر يا د هر افغان پسر نژدې ٤٥٠ ډالر د افغان وژنې لپاره د متحده ايالاتو څخه اخيستي.
پاکستان په ١٢ اګست ۱۹۴۸ چارسده، نيولشوې پښتونخوا کې سوليز لاريونکوونکي په زرګونو ټپيان، بنديان او تر ٦٠٠ ډېر شهيدان کړل، ژوندى دې وي د بابړې د شهیدانو یاد.
تړونى کاپي کاپي شو
پاکستان په ١٢ اګست ۱۹۴۸ چارسده، نيولشوې پښتونخوا کې سوليز لاريونکوونکي په زرګونو ټپيان، بنديان او تر ٦٠٠ ډېر شهيدان کړل، ژوندى دې وي د بابړې د شهیدانو یاد.


د نيولشوې پښتونخوا په چارسده کې د پښتنو په سوليز لاريون د پاکستان يو کشميري چارواکي قيوم خان په امر ډزې وشوې. ددغو خونړيو ډزو په پایله کې تر شپږ سوو ډېر پښتانه چې د خداييخدمتګارانو ملاتړى وو، شهیدان او په زرګونو تنه یې ټپیان کړل او ډیر شمیر نور یې د پاکستان په جیلونو کې د ظلمونو او وهلو ټکولو په وجه مړه کړل.

له هغې ورځې چې انګريزي غلامان په اسيايي هېوادو کې په واک شوي بيا تر ننه د پښتنو سوليزې حق غوښتنې دغه ډول ځپل کېږي، او پښتون مجبور دي چې د ټوپک په شپيلۍ خبرې وکړي. د هغې ورځې په هيله چې پښتانه مشران له بهرنيو راتاوو کرښو څخه راووځي او ددغه ټوپک په شپيلۍ يوازې د پښتون د حق غوښتنه وکړي.

درنو پښتنو د طالب، ډيموکراټ، کمونيسټ، اخواني، نيشنلي او په نورو نومونو مو خلک وژلاى او حق خوړلاى شي، خو د پښتون په نوم پدې نړۍ داسې ځواک نشته چې ستاسې حق وخوري.

#SupportUnitedPashtunkhwa 
#يوه_پښتونخوا_غواړو

که نور څه نشئ کولاى د ظالم څخه کرکه مو اسلامي دنده ده.
تړونى کاپي کاپي شو

که نور څه نشئ کولاى د ظالم څخه کرکه مو اسلامي دنده ده.

د نيولشوې پښتونخوا هستوګن تر ٤٠ کاله وروسته اوسيدو هم د اسلام اباد لپاره پاکستانيان نه شول.

په پاکستان مينو پښتنو تاسې به تر هغې پاکستانيان واست چې خپل مورپلار، ورورخور او بچي د پاکستان لپاره داسې ځوروئ، هر وځت چې تاسې د خپل حق غوښتنه وکړه نو حال به مو داوي.

#SupportUnitedPashtunkhwa 
#يوه_پښتونخوا_غواړو

د کابل حکومت وايي ته يې پرېږده چې پاکستان څه کا؟
تړونى کاپي کاپي شو
د کابل حکومت وايي ته يې پرېږده چې پاکستان څه کا؟

اى د کابل حکومته چې يې نشې کولاى نو ولې مو د نورو مخه ډبکړې؟ پاکستان ٥٣ ډزې کوي او تاسې ورته وايي چې " ملتونو تر منځ پر دوستانه اړیکو باندې نه جبران کیدونکي درانه زیانونه پریښودلی شي" لا يې پريښي ندي؟ 

٥٣ ميلونه ډزې غواړئ؟

لاندې د بهرنيو چارو خبرليک وګورئ:

په کابل کې مېشت د پاکستان د اسلامي جمهوريت د سفير احضارول
د زمري/اسد لومړۍ، ۱۳۹۴ل کال
کابل- د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو مرستیال جناب حکمت خلیل کرزي، نن له غرمې مخکې په کابل کې مېشت د پاکستان د اسلامي جمهوریت سفیر ښاغلی سید ابرار حسین د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ او د ډیورنډ د کرښې پر اوږدو کې یې د افغانستان پر خاوره د هغه هیواد د پوځیانو د توپونو او راکټونو د برید په اړه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اعتراض او اندیښنې مراتب یې هغه ته ښکاره کړل.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال، په افغان خاوره د پاکستاني پوځیانو د بریدونو د یادونې تر څنګ، وویل:
"په وروستي وار، پاکستاني پوځیانو د درنو وسلو ۵۳ مرمۍ د ننګرهار ولایت د نازیانو د ولسوالۍ د سپینه ژۍ، دوه خوله، چنچرو تنګي او کمري لکر او د کونړ ولایت د ناړۍ او شیګل ولسوالیو د باتاش، ډولۍ خور او چوګام پر سیمو ورولي دي چې د یوې میرمنې په ګډون د هیواد د څلورو ملکي کسانو د شهادت او دوو نورو د ټپي کیدو لامل شوي دي. د دې ډول بریدونو دوام د ښه ګاونډیتوب د ټولو اصولو او د نړیوالو منل شویو حقوقو او قوانینو په وړاندې کړنه ده او د دواړو هیوادونو د ملتونو تر منځ پر دوستانه اړیکو باندې نه جبران کیدونکي درانه زیانونه پریښودلی شي."
جناب کرزي، د افغانستان او پاکستان تر منځ د اعتماد او باور جوړونې د دوه اړخیزه اړیکو د ښه والي په لاره کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د حکومت د هلوځلو او کوښښونو په یادولو سره، د ورته شان بریدونو دوام د افغانستان د ملي حاکمیت او ځمکني بشپړتیا نقض او سرغړونه وبلل، د هغوی د زر تر زره بندولو غوښتنه یې وکړه. 
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال، د خپلو خبرو په دوام وویل: "یاد شویو بریدونو د افغانستان د اسلامي جمهوریت وګړو ته نه یوازې مالي او ځاني زیانونه رسولي دي، بلکې د افغانستان د وګړو، ملي شورا او حکومت د نیوکې، کرکې، اندیښنې لاملونه یې برابر کړي دي."
په پای کې، په کابل کې د پاکستان سفیر ژمنه وکړه چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت اندیښنې او غوښتنې به د خپل هیواد مقاماتو او مسؤولو مراجعو ته ورسوي.
په پاکستان کې پښتانه هندوان ندي چې ته به يې ترمنځ د کنټرول لين خوبونه وينې
تړونى کاپي کاپي شو

په پاکستان کې پښتانه هندوان ندي چې ته به يې ترمنځ د کنټرول لين خوبونه وينې، ته چې څومره پښتانه تنګ کړې هومره د نيولشوې پښتونخوا د خپلواکى غورځنګ به ان شاالله پياوړى کېږي.

پاکستانه ته تر اوسه پوهه نيې چې پښتانه په خوښه دوزخ ته ځي خو په زور يې جنت ته نشې بولى.

پاکستانه ته تر اوسه پوهه نيې چې د پښتنو په وياړونو او تاريخ ژوند کوې پخپلو مزايلو نومونو ته خو وګوره، "ته چې ځې ځې ابازو ته به راځې" او د سترې پښتونخوا برخه به کېږې که نن وه که سبا. 

تاته وايم پخپل ځان رحم وکړه او د لويديځ د مريتوب په زور په پښتنو ظلم بند کړه، که خپل خير غواړې د ډيورنډ پر کرښه بنديزونو جوړولو پرځاى د پنجاب او پښتونخوا ترمنځ ديوالونه جوړ کړه تر څو پنجاب درته پاته شي.

#SupportUnitedPashtunkhwa 
#يوه_پښتونخوا_غواړو

انګامه, يېښوره او وزيريستانه په وير مو غمجن يم
تړونى کاپي کاپي شو

انګامه, يېښوره او وزيريستانه په وير مو غمجن يم, په انګام، پېښور او وزيريستان کې د پاکستان دومخى سياست او پوځ د بېوزله پښتنو په وينو تويلو خپلو ناروا بمباريو، وژنو، ترهه خپرولو او ورانيو ته لاره هواروى. پاکستان يې هم وژني او هم ورباندې ژاړ کا.

خداى پاک دې د بېوزله پښتنو واوري او پخپل رحم او کرم د ددغو ګړاونو څخه د نجات توان ورکړئ.

پښتنو چې ترڅو خپل واک پخپل لاس کې وانخلئ تر هغو به ارام نشي.
نوررحمان لېوال

جمهوررئیس غني پاکستان ته د سفر په وخت ویلي، "له دې سره سره چې دواړو هېوادونو ته ګډ ګواښونه متوجه دي، خو ګډ فرصتونه هم شته چې دواړه هېوادونه باید له دغو فرصتونو څخه ...ګټه پورته کړي".
تړونى کاپي کاپي شو

جمهوررئیس غني پاکستان ته د سفر په وخت ویلي، "له دې سره سره چې دواړو هېوادونو ته ګډ ګواښونه متوجه دي، خو ګډ فرصتونه هم شته چې دواړه هېوادونه باید له دغو فرصتونو څخه ...ګټه پورته کړي".

ښاغلې ته د کومو فرصتونو خبره کوې، په نيولشوې پښتونخوا کې پر پښتنو د بمباريو، بېکوره کولو، لوټلو او که په افغانستان کې د وراني فرصتونه؟

پنجابى پاکستان ترهغې زموږ دوست نشي کيداى چې د پښتنو او بلوچو د اپارتايډ، وژنې او لوټلو څخه په نيولشوې پښتونخوا او افغانستان کې لاس وانخلي؟

د سفرونو او پاکستان سره د کاروبار ډېرولو او تړونونو پرځاى تا بايد پخپل هېواد کې متفکرتوب ښودلاى واى:
١- اهل کابينه دې برابره کړې واى، 
٢- هېواد دې د جوړنې او بسياتوب پلور روان کړاى واى،
٣ پاکستان ته دې د دښمنۍ کرښه راښکلې واى، د افغانستان ابادى يو دښمن ته اړتيا لري چې هغه پاکستان دى.

ستا په اکيډميکه لحجه زور ته غلام پنجابى او د پنجابي غلامان نه پوهېږي.

#SupportUnitedPashtunkhwa 
#يوه_پښتونخوا_غواړو

پاکستان پر افغانستان د بريد ګوتڅنډنه کړې
تړونى کاپي کاپي شو
پاکستان پر افغانستان د بريد ګوتڅنډنه کړې

د افغان ځواک ويبپاڼې ليکلي چې د پاکستان حکومت خبرداری ورکړی چې افغان حکومت د ترهګرو ملاتړ کوي او په ځانکړې توګه د پاکستاني طالبانو د بريدونو مخه ونه نيسي پر افغانستان به پوځي بريد وکړي. 

پاکستان ويلي دي چې افغانستان د ترهګرو ملاتړ کوي او د افغانستان له پولو پاکستان په نښه کيږي. دا ستونزې په داسې حال کې ډيرې شوي دي چې پاکستان اوس هم په نيولشوې پښتونخوا او د ډيورنډ د کرښې له هغه لور څخه پر افغانستان بريدونه کوي. 

پوښتنه داده چې اوس به لاندې ښاغلى د چا ملاتړ کوي

1- اسفنديارولي. 
2- محمودخان. 
3- او افغان طالبان.

#SupportUnitedPashtunkhwa 
#يوه_پښتونخوا_غواړو
In terms of development and progress Pashtunkhwa is never considered Part of Pakistan, but in term of resources theft by Punjab it is more than Pyara Pakistan. Pashtuns need fresh committed leadership to get their right.
تړونى کاپي کاپي شو
وزيرستان کې د پښتنو د ژوند کولو حق اخيستل د پنجابي اخيري شومه، ناکامه هڅه او د پاکستان ماتيدلو پيل دى
تړونى کاپي کاپي شو

د پنجابي پاکستان د همګتې هېوادونو The Commonwealth د تاج برتانيا ترچترلاندې خپله د غيراسلامي قانون هېواد خو د اسلام په نوم يې د پښتو څخه بشري، اخلاقي او اقتصادى حقوق اخيستلو سره-سره خپل ټول عمر ونشوکولاى چې پښتانه د پاکستان وجود ومني، يوازې ځينې پښتنې کورنۍ يې د غيراخلاقي او غيربشري لالچونو په ورکولو يرغمل او د پاکستان حکومت کې د پشتنو د وهلو لپاره شامل کړي.

پنجاپۍ چې د تاج برتانيا غلام دى لپخوا څخه يې کاروي او بيا به يې هم کاروي. د برتانيا زړه تګلاره چې "پنجابي کاروه، سيندى ماتوه، بلوچ سره دوستي خو پښتون سره دشمني کوه" تر ننه د کارولو وړ او پنجابيان نن هم د لويديځ لپاره کاريږي.

له ټولې نيولشوې پښتونخوا خو په ځانکړى ډول له وزيرستان څخه د پښتنو د ژوند کولو حق اخيستل د پنجابي اخيري شومه، ناکامه هڅه او د پاکستان ماتيدلو پيل دى.

پښتانه بايد په دغه سخت وخت کې د خپلو کډوالو کورنيو سره هر ډول اوږد مهاله مرستو او قربانيو ته تيار ووسي، ان شاالله چې دا د پښتنو اخري جنګ او ګډوال کېدل دي.

ډېر ژر به له کډوالو سره خپله اوږد مهاله مرسته پيل کړم، هيله ده ملتيا مو وکړئ.

#SupportUnitedPashtunkhwa

#يوه_پښتونخوا_غواړو

نور رحمان لېوال

ټولنيزو رسنيو تړاو

https://www.facebook.com/wolasmashar/posts/330606047097685

د وزيرستان د پتمنې ميرمن نندانې غږ د بشريت د وژلو غږ دي، پاکستان وزيرستان کې اپارتايد او بشر وژنه روانه کړې. دا خوږمنه ويډيو به هرومرو وژړوي.
تړونى کاپي کاپي شو