https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
وروستى امريکايي عسکر چې له افغانستان څخه تښتيوروستى روسي عسکر چې له افغانستان څخه تښتيوروستى بريټانوي عسکر چې له افغانستان څخه تښتي
د امريکايي يرغل ماتې ورځ ٩ وږى ١٤٠٠
تړونى کاپي کاپي شو
کابل کې د امريکايي يرغل د ماتې ورځ ٩ وږى ١٤٠٠ز دى. په ٨ وږي دشپې ١١:٥٩دقيقې کابل څخه د امريکايي عسکرو سي١٧ وروستۍ الوتکه والوته چې امريکا سره يې زموږ شل کلنه جګړه پاى ته ورسوله.

وروستی امریکایي پوځي چې له افغانستان څخه ووت، د امریکا مرکزي قوماندانۍ د پوځ د اتلسمې لوا د ۸۲مې هوایي فرقې قوماندان تورن جنرال کریس ډوناهو د کابل نړیوال هوایي ډګر کې (C-۱۷) بار وړونکې الوتکې ته پورته شو، چې په الوتلو سره يې په افغانستان کې د امریکا شاوخوا ۲۰ کلن پوڅي يرغل پای ته ورسید.

د يادونې وړ ده چې په ١٩٨٩ کې وروستى روسى او ١٨٤٢ کې اخري بريټانوى له افغانستان خڅه وتلو ته اړ شول. خو د دغو ټولو يرغلګرو يوه تګلاره يوشان وه چې افغانستان کې يې د جګړې ساتلو لپاره توکميز توپيرونه پالل، موږ بايد دغې ستونزې ته تلپاتې حل ولټوو، زما له انده ددغې ستونزې حل يوې بشپړې او کره سرشمېرنې پربنسټ دولتي چارو کې توکمونو ته د وکړو د تناسب پربنست ونډه ورکول دي.

لويه ربه افغانانو ته د بخښلو، ورورولۍ او هېواد جوړولو توان ورکړې. امين

نور رحمان لېوال