په اړه
د نور رحمان لېوال، خپلواک سياستوال تګلارو يا پاليسيو، ګړنلارو، اندونو او پروګرامونو ويبځاى يا ويبسايټ ته ښه راغلاست. له دې ځايه زموږ د کورنيو، سيميزو او نړيوالو سياستونو په اړه مالومات او د ټولنيزو رسنيو تړاونه پيدا کولاى شئ. همدارنګه له دې ځايه موږ سره خوندي اړيکې نيولاى شئ چې په کوډاوبدل يا انکريپټ کېږي. ويبځاى ترجوړونې لاندې دى د پرمختګ لپاره يې ستاسې همکارۍ ته سترګې په لاره يو. اوس موږ د لېوال ښې حکومتولۍ پروګرام لپاره په ډېر ستر کمپيوټري سيسټم بوخت يو، موخه يې په هېواد کې عدالت، په ځان بسياتوب او خپلواکي رامنځه کول دي، همدارنګه د پساد يا فساد له منځه وړلو کې به ستره ونډه ولري. له ټولو هېوادوالو او د افغانستان له خواخوږو هيله لرو چې زموږ ملګرتيا وکړي. د ملګرتيا لپاره مهرباني وکړئ ونډه واخلئ برخه وګورئ. نور رحمان لېوال د لېوال ملي پوهې پروګرام، لېوال د لېرې ښوونځي او په هېواد کې کمپيوټري اسانتياو نوښتګر او بنسټګر. د لېوال شرکت، پښتو ټلوېزيون مشر . د ١٣٩٣ کال ولسمشرۍ ته نوماند. 'خپله مرسته پخپله' مفکورې ټينګ لاروى.
ټول حقوق نور رحمان لېوال سره خوندي دي چاپحق ٢٠١٨