https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
زبرځواکي له کوره بهر د سياليو ډکر ته اړتيا لري
زبرځواکي له کوره بهر د سياليو ډکر ته اړتيا لري
تړونى کاپي کاپي شو
2025-02-15 لمريز 1403-11-27
په ټليپون د ښاغلي ټرمپ او ښاغلي پوتين اوږدو خبرو څخه وروسته د دوى د سياليو تود ډګر يوکراين کې لوبه کېداى شي پاى ومومي.‌ له يوکراين وروسته ترهغو چې بله توده جګړه رامنځته کېږي،‌ د نړۍ د نانديزو لوبو او يو بل ته خپل نرم او استخباراتي ځواک ښودلو ډګر کېدو لپاره افغانستان د زبرځواکو مشرانو د ژبو په سر دى.‌ د ستخدريځه تګلارو له امله څلور کلونو واکمنۍ سره د کابل اوسنۍ سياسي واکمنۍ ونه توانېده چې په نړيوال دريځ‌ د هېواد استازولي ترلاسه کړي. د افغانانو ترمنځ‌ اختلافونو،‌ د نړيوالو لخوا د امارت نارسميتوب او ملګروملتونو کې د هېواد د استازي نشتون پرديو ته لاره هواره کړې چې زموږ په اړه پرېکړې وکړي،‌ همدا اونۍ د ملګروملتو امنيت شورا کې د افغانستان په اړه پريکړليکونو مسودې د جوړولو پرسر د چين او امريکا ناندرۍ روانې دي.

د يوکراين جګړه له افغانستان څخه د لويديځ‌ د وتلو يو له لاملونو څخه وه.‌ له دغې جګړې وروسته په نړيواله کچه جغسياست يا جيوپولټيک غوښتنې بدلېدونکي دي چې ستر اغيز به پر ايران، سعودي او ترکيه کوي.‌ تر ايران وروسته، ترکيه د اسرايلو او روسيې له ګواښونو سره مخ کېداى شي.‌ دغو ګواښونو د ترکيې ولسمشر اړ کړى چې له مهمو اسلامي هېوادونو څخه د ليدنې په ترځ‌کې د پاکستان له لارې د چين د ملاتړ ترلاسه کولو هڅې لپاره اسلام اباد ته مخه کړي.‌ د ترکيې دغه غوښتنه لامل شوې چې د ترکيې ولسمشر د افغانستان په اړه د پاکستان د درسځ‌ سره همغږي وښيي.‌ د امارت په اړه به د روسيې او ورسره د مرکزي اسيا هېوادونو دريځ‌هم بدلون مومي ځکه يوکراين کې لويديځ‌سره دښمني پاى موندلو سره نور د دښمن،‌ دښمن،‌ دوست نشي پاته کېداى.‌

ځيرک ميلتونه چې زور يې نړيوالو زبرځواکو سره برابر نه وي،‌ د دوى د سياليو له ډګر کېدو څخه د خپل ملت د ملاتړ پر بنسټ‌ځان ساتي. افغانستان کې د #امارتوالو د شريعت او أميرالمومنين غوښتنه که څه هم امارتوال يې د افغانستان کورنۍ هيلې ګڼي خو دغه دواړه غوښتنې شاوخوا ۲ميليارده مسلمانانو پورې نيغ تړاو او په نړيوالو خپل اغيز لري،‌ ځکه يې افغانستان د نړۍ د زبرځواکو مشرانو د ژبې د سر تکى ګرځولى. هېواد کې د تېرو اونيو خونړيو بريدونو او هک شويو رازونه خپرول څرګندوي چې د يوکراين د جګړې له پاى سره هېواد له نويو ننګونو سره مخ کېداى شي.‌ هېڅ‌ شک نشته چې د ناټو له وتلو وروسته يوه زرينه واره موږ يوځل بيا د وړو غوښتنو او يو څو کسانو د ځېل قرباني کړه.

خو اوس هم لا وخت شته که موږ افغانان په شريکه د نړيوالو اندېښنو پرځاى د خپلو خلکو او هېواد ګټو ته لومړيتوب او د خپل ولس غوښتنو ته په درناوي،‌ نړۍ سره د سيال کېدو پرمخ خوځښت وکړو کېداى شي په شريکو هڅو هېواد له راتلونکو ستونزو وژغورو،‌ خو که افغانان پخپل منځ کې سره جوړ نشي د ګاونډيو او نړيوالو لخوا به لا سختو وختونو سره مخ شي.‌

نور رحمان لېوال
#نرلېوال
ځايناستى حکومت:افغانستان کې سولې او ولسواکۍ ته لنډه لار، ولس، حکومت اوطالبانو ته وړانديز. نور رحمان لېوال    English فارسی
تړونى کاپي کاپي شو
2020-07-02 لمريز 1399-04-12
په افغانستان کې د ولس، حکومت او سياستوالو ترمنځ ترټولو ستره ستونزه بې باوري يا بې اعتمادي ده. دغه ستونزه دوى اړ باسي چې پر ځان، کورنۍ، انډيوالانو، قوم تمرکز وکړي او نورو ته د شک په سترګه وګوري. د بې باوري دغه ستونزه ټول افغانان خو په ځانګړي ډول سياستوال د پرديو دسيسو ښکار کوي، په پرديپالنې يې مجبوروي، د خپلو خلکو له همکارۍ او خواخوږۍ څخه يې محروموي او په پايله کې سياستوال او ولس دواړه له ډېرو ستونزو سره مخ کوي.
دا وخت ملت، حکومت او سياستوال، هغوى چې په حکومت کې او که له حکومت څخه بهر بډيالنې يا مخالفت کې دي، له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. د دوى ترمنځ بې باوري خپل اوج ته رسيدلې. يو بل ته په سنګر کې ناست دي سر ورکوي خو د خپل ورور لپاره سنګر نه ورکوي چې بې عدالتي يې رامنځته کړې.
د افغانانو لپاره تر ټولو ستره لاسته راوړنه به دا وي چې ترمنځ يې د باور فضا رامنځته شي. دغه د باور فضا يو سياسي جوړښت رامنځته کولاى شي چې ټولو لوريو ته د منلو وړ وي. له درغليو او ناخوالو پاک وي، سياسي او قانوني بڼه ولري، اسانه او په ګړندۍ او ارزانه ټوګه رامنځته شي، ځکه افغانان نور د سولې، پرمختګ او ښې حکومتولۍ په نوم له اوږدو بهيرونو څخه ډېر ستړي او زيانمن شوي دي.
د يو ټولمنلي ځايناستي حکومت لپاره لاندې وړانديز کوم او هېوادوال رابولم چې د افغاني ارزښتونو په رڼا کې يې لا پياوړى کړي.
د ځايناستي حکومت جوړښت
داسې يوجوړښت چې به بيړه منځته راشي په نړيوال سياست او قوانينو کې دود وي، تلپاتې سولې او ولسواکۍ ته افغانان په لنډه لار بوځي. يوازې ځايناستى حکومت کېداى شي، چې د افغانستان درې مهمو لوريو ولس، حکومت او طالبانو ته د منلو وړ وي، رامنځته کول دي. ترڅو ټول له جګړې ووځي او هېڅ لورى ځان بايلونکى احساس نه کړي.
لومړى لورى ولس: ولس ته دې حق ورکړل شي چې د ځايناستي حکومت لپاره٣٠٠ خپلواک کسان د ولس په استازيتوب د ځايناستي ولسمشر لپاره ځانونه ونوموي. د ولس په استازيتوب دغه کسان بايد د ولسمشرۍ وړ او د تېرو٤٠ کلونو د ناخوالو برخه نه وي. د هېواد اوسنيو حالاتو ته په کتو د مېشتو قومونو په خوښه، هرې قبيلې څخه يو يا څو کسان به اړوند قبيلې لومړى او بيا د قوم په کچه غوره کوي. پاى کې د قوم په ملاتړ به يې د ځاىناستي ولسمشر لپاره نوماندوي. دويمه لار د نوماندولو د سياسي ګوندونو، مدني ټولنو او نورو جوړښتونو له لارې کېداى شي، خو د قوم پر بڼست نومانديدل ترټولو ولس منلې لاره کېداى شي.په ياد ساتى چې افغانستان کې قومي سيستم تر حکومت او سياسي ګوندونو پياوړى دى.

دويم لورى حکومت: د ډاکټر غني او ډاکټر عبدالله سياسي تړون لاندې حکومت له هغو ډلو جوړ دى چې تېر ١٩ کاله حکومت کې شريک او په هېواد کې د جګړې برخه دي. دوى د حکومتولۍ، ولسواکۍ او عدالت چيغې وهي خو يو يې هم رامنځته نشو کړاى. دوى دې د دويم لوري په ډول د ځايناستي حکومت او ځايناستي ولسمشر لپاره خپل ١٥٠ نوماندان ونوموي.
دريم لورى طالبان: چې د امارت غوښتنه لري او له تېرو ٣٠ کلونو څخه په جګړه کې ښکېل دي، د ځايناستې حکومت او ځايناستي ولسمشر لپاره دې له خپلو انډيوالانو ١٥٠ نوماندان ونوموي، که د دوى انډيوال ځايناستې ولسمشري وګټله امارت دې اعلان کړي.
له ولس څخه بايد ځکه د دواړو لوريو په برابر کسان ونومول شي چې حکومت او طالبان دواړه د خپلو ډلو د ګټو لپاره په جګړه او نورو ناخوالو تورن دي، دا به بهير د ولس د باور وړ کړي.
د ځايناستى ولسمشر ټاکل
د دغو٦٠٠ کسانو ترمنځ دې رڼې او په ژوندۍ بڼه مخامخ ټاکنې وشي لکه څنګه چې د ټاکنو کمېسيونونو د چارواکو په اړه وشوې. هر ځايناستى ولسمشر نوماند به دوه رايې ولري يوه به د ځان لپاره او بله به هرومرو د خپلې خوښې بل نوماند ته کاروي. په پايله کې چې هرچا ډېرې رايې وګټلې هغه د ځايناستي ولسمشر په ډول خپله کابينه چې وزيران، واليان او نورې مهمې سياسي دندې دي، د برابرې سلنې پر بنسټ له دغو درې ډلو نوماندانو څخه وټاکي.
دغه ټاکنې دې د نړيوالو په امنيتي او دفاعي ژمنتيا په خوندي ځاى کې ترسره شي خو د ټاکنو چارې به په خپلواک ډول د نوماندانو لخوا اداره او ترسره کېږي.
ځايناستى حکومت
ځايناستى حکومت به اجرائيه ځواک په بشپړ ډول بدلوي او په خپل واک کې به يې راولي، د مقننه ځواک ولسي جرګه کې به د اوسنيو استازو په تناسب درېيمه برخه د طالبانو په خوښه ورډېرېږي. د مشرانو جرګې وخت څو ځله پاى ته رسېدلاى خو غړي يې په ځايناستي ډول چارې پرمخ بيايي، د حکومت په ونډه کې د ځايناستي ولسمشر لپاره دوى غوره نوماندان دي او دغه جرګه بايد لغوه شي. د ځايناستي ولسمشر له ټاکلو وروسته له پاتې درې ډلو نوماندانو څخه به په برابر شمېر د خپلمنځي ټاکنو له لارې د مشرانو جرګه بشپړه کړل شي. يو کال وروسته به ددغې جرګې لپاره ولايتي جرګګيو ټاکنې وشي. دفاع او امنيتي چارو کې به درېيمه برخه د لوړو چارواکو طالبانو لپاره جوړېږي. د طالبانو جنګيالي به له وړتيا سره سم د ملي اردو او پوليسو په ليکو کې ګومارل کېږي. قضايه ځواک کې به هم درېيمه برخه د طالبانو ګومارل کېږي.
ځايناستى حکومت به په يو کال کې د ټاکنو او نورو قوانينوکې سمون راولي. دويم کال کې به د مقننه ځواک نيمګړې برخې مشرانو جرګې لپاره د ولايتي او ولسواليو جرګګيو ټاکنې ترسره کوي. په درېيم کال به د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره کوي. د ټاکنو په پايله کې به ځايناستى حکومت واک د ٧ کالو لپاره راتلونکي حکومت ته سپاري چې يوازې يوه اووه کلنه دوره د حکومت کولوحق به لري، دوه دورې حکومتونه په افغانستان کې بريالي او ګټور نه وو، هغه حکومت به په شپږم کال ټاکنې ترسره کوي او نوي حکومت ته به واک سپاري.

زما په اند دا د افغانستان له اوسني کړکېچ څخه د وتلو تر ټوله اسانه، ګړندۍ او معقوله لاره او په دې ډول به ټول ګټونکي شي. هم به په افغانستان کې د ځايناستي حکومت خپلولو سره، نابرياليو حکومتونو لکه د ١٣٩٨ ملي يووالي حکومت پاى کې د خپل واک غځولو لپاره د ولسمشرۍ ټاکنې نه ترسره کول او نورو ستونزو پروخت بېپرې حکومت رامنځته کول قانوني شي. په ياد وساتئ چې د افغانستان اوسني قوانين حکومت واک ته رسولاى شي خو د ناوړتيا په وخت کې يې له واکه څخه د کوزولو هېڅ قانوني لار نه لري.

اوس که ډاکټر غني او ډاکټر عبدالله داسې انګېري چې طالبان به د اسلامې حزب په پلونو ولاړ شي دا ناشونې ځکه ده چې د اسلامي حزب ډېرى برخه غړي د بُن د تړون له مخې رامنځته شوي حکومت کې شريک وو. اوس که يو څو طالبان د اسلامي حزب په لار ولاړ شي ډېرى نه ځي او د اوږدې مودې لپاره به جګړه روانه وي. طالبان هم که داسې انګېري چې د ډاکټر نجيب د حکومت په څېر به حکومت چپه کړي کېداى شي ډېر وخت او سرښندنو وروسته هم ناشونې وي. ځکه موږ په طالبانو او حکومت غږ کوو چې راځئ ددې لپاره چې د خپلو ملګرو او ولس سر او مال مو ژغورلاى وي د ځايناستي حکومت دا وړانديز ومنئ.
د يادونې وړ ده چې ځايناستى حکومت په لومړي ځل د ملي يووالي حکومت په پاى کې د١٣٩٨ کال د غبرګولي لومړۍ نېټې له کړکېچ څخه د وتلو لنډې او اوږدې لارېچارې تر سرليک لاندې ولس، حکومت او ولسمشرۍ نوماندانو ته وړاندې شوو. نورو مالوماتو لپاره دويم څپرکى وګورئ. ځايناستى حکومت او لنډمهاله يا موقت حکومت دواړه جلا جلا د حکومتولۍ دوه ډولونه دي، پام چې په پېژندلو کې يې مغشوش نشئ، د ولسواکي قوانين پرته له ځايناستي حکومت درلودل په ولسواکۍ ملنډې وهل اوستر سياسي پسات ته لارې پرانستل دي.

#نرلېوال #ځايناسى_حکومت